روغتیا وزارت: افغانستان کې ترافيکي پېښې د مړینې لوی لامل دی

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

ملګرو ملتونو د سړکونو د خوندي کولو لپاره د نړیوال بیړني اقدام غوښتنه کړې. دغه سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په نړۍ کې په هرو ۲۴ ثانیو کې یو تن په ترافیکي پېښه کې وژل کېږي.

ترافیکي پېښې د فهیم الله د ژوند تر ټولو مهمه ورځ (د واده ورځ) په غم بدله کړه.

دی د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي محصل دی. دېرش کلن دی، د واده په ورځ - پخپلې ناوې پسې له کابله پکتیا ته په ورا روان و- چې موټر یې ټکر وکړ او اوس د پالنګ پر ځای په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې پر بستر پروت دی:

"ناوې مو راوړې، په کور کې ده، نه مې ده لیدلې، په ناوې پسې روان وو، موټر کې پنځه کسان وو، درې ټپیان شوو، زما او د ماما مې دواړې پښې ماتې شوې، یوه یې پرې شوه دا بله ماته ده."

د افغانستان ترانسپورټ وزارت د ترافیکو ملي اداره کې د ترافیکو پېښو مشر عبدالحکیم بختیار وايي، کال په کال په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي:

"د ۱۳۹۷ کال لومړیو شپږو میاشتو کې تقریباً ۱۰۸۳ ترافيکې پېښې لرو، چې په دې کې ۶۶۵ کسان وژل شوي او ۱۳۹۸ نور ټپیان شوي دي او د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۹۲ ترافیکې پېښې شوې چې تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي."

خو د ترافیکو ملي ادارې او روغتیا وزارت له خوا په ترافیکو پېښو کې د وژل شوو او ژوبلو شوو شمېر توپیر کوي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د ترافیکو پېښو قربانیان په روغتون کې تر درملنې وروسته نه غواړي د پېچلې دولتي پروسې له امله خپله قضیه له حکومت سره ثبت او رسمي کړي.

د عامې روغتیا وزارت کې یو مسؤل ډاکټر سید حبیب اروال وايي، د ترافیکي پېښو ډېری قربانیان ځوانان دي:

"د تېرو لسو کلونو اوسط هر کال یوازې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي، چې ترافیکي پېښو کې ثبتېږي. د روان کال شمېرې چې لرو، په افغانستان کې تر څلورو زرو ترافیکي پېښې شوې دي، چې یوازې دوه زره کسان مړه شوي او ۱۹ نیم زره نور کسان ژوبل شوي."

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې تر ځانمرګو بریدونو په ترافیکي پېښو کې ډېر خلک وژل کېږي.

د افغانستان د ترافیکو ملي ادارې د مالوماتو له مخې، د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لوی لاملونه خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډېر چټک مزل او پر ترانسپورټي شرکتونو د دولتي ادارو د څار نشتوالی دی.

خو د لویو لارو موټر چلوونکي د یادو لاملونو تر څنګ په نشه یي توکو د یو شمېر موټرچلوونکو روږدېدل او د ترانسپورټي شرکتونو له خوا چټک مزل ته د دوی هڅول یادوي.

ملګري ملتونه د نومبر ۱۷ مه د ترافیکو پېښو د قربانیانو په یاد لمانځي. د دغه نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې یو میلیون، درې سوه او پنځوس زره کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.

د ملګرو ملتونو په خبره په زیاتره ترافيکي پېښو کې د ژوبلو او وژل کېدوونکو عمرونه له پنځو تر ۲۹ کلونو پورې وي.

ترافیکي ټکرونه که له یوې خوا د میلیونونو کسانو ژوند اخلي نو همدومره نور بیا د فهیم الله په شان له پښو اچوي او کابو ټولې هیلې يې له خاورو سره خاورې کوي.

همدا تېره اونۍ، د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې د مساپر وړونکو ګاډو د ټکر له کبله لږترلږه ۲۴ افغان مسافر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.