سعودي: ترافیکي پېښه کې ۳۵ بهرني عمره کوونکي وژل شوي

د سعودي عربستان دولتي رسنیو وايي چې د دې مدینه المنوره ښار ته نږدې په یوه ترافیکې پېښه کې ۳۵ بهرنيان وژل شوي چې دغه هېواد ته د عمرې لپاره ورغلي وو.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس 'اېس پي ای' وايي، پېښه پرون چهارشنبه ماښام شوې.

اي ایف پي خبري اژانس د مدینې پولیسو د ویاند له قوله وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مساپرو لېږدونکی بس له بل موټر سره ټکر شو.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا ددې پېښې قربانیان هغه عمره زیارت کوونکي وو چې له عربي او اسیايي هېوادونو څخه راغلي و او له مدینې منورې مکې مکرمې ته روان وو.

ایس پي اي خبري اژانس وايي، ټپیان الاحمنا سیمه ییز روغتون ته ولیږدول شول او چارواکو د دې پېښې د څېړلو امر وکړی.

د سعودي عربستان عکاظ ورځپاڼې ویلي چې د پېښې قربانیان په دې هېواد کې کډوال و او له ریاض څخه مکې ته پر لاره وو.

د اېس پي ای خبري اژانس په وینا د مکې والي شهزاده فیصل بن سلمان د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکې څرګنده کړې.

بل خوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په سعودي عربستان کې پردې شوې پېښې خواشینې ښودلې هغه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي:'د وژل شویو کسانو کورنیو سره خواخوږي کوو او د ټپيانو د روغتیا لپاره دعا کوو'

ټرافیکې ننګونې

د سعودي حکومت لپاره د سپیڅلو ځایونو په شاوخوا او د حج په وخت کې د زیارت کوونکو لېږد رالېږد یوه ستره ننګونه ده.

په سعودي عربستان کې د حج په وخت کې زرګونه بسونه په هرځای کې د ساعتونو ساعتونو لپاره ایسار پاتې وي.

تېرکال اپریل میاشت کې مکې ته تلونکی یو بس د تیلو له ټانکر سره وجنګېد او ۴ بریتانوي زیارت کوونکي پکې ووژل شول.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنوري میاشت کې شپږ بریتانوي زیارت کوونکي هغه وخت په یوه ترافیکې پېښه کې ووژل شول کله چې ملي بس له مکې مدینې ته تلل.

د همدې کال په وروستی میاشت کې د حج پر مهال یوه ټېل ماټېل کې۲۳۰۰زیارت کوونکي وژل شوي چې په وژل شویو کې ایرانیان هم وو.ونې