تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې په بدو کې د نجونو ورکولو دود ولې شته؟ د همداسې یوې نجلۍ پلار څنګه ځان وژلو ته اړ شو؟
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پولیس وايي چې یوه پلار په بدو کې د هغه د ۱۳ کلنې لور د ورکولو په اړه د جرګې تر پرېکړې وروسته ځان وژلی دی.
په دې اړه د ډېره اسماعیل خان پهاړپور تاڼې کې د دولتي مامورانو له لوري عریضه کې ویل شوي چې دا پېښه په شمالي بګواني کلي کې شوې او د نجلۍ پلار د زهرو ګولۍ خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
ځايي پولیسو ویلي چې په دې قضیه کې ښکېل اصلي تورن کس او د جرګې پرېکړه لیکونکی دواړه نیولي او "پکې ښکېل نور کسان به هم ژر تر ژره ونیول شي."
نجلۍ ولې په بدو کې ورکړل شوې وه؟
د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې لا هم په بدو کې د نجونو د ورکړې او په جبر د ودولو دود شته. هلته هله یوه نجلۍ په بدو کې ورکول کېږي چې په یوه پېښه کې مقابل لوري ته تاوان ور واوړي او د ستونزې د حلولو لپاره جرګه د عامل یا د مدعي د کورنۍ نجلۍ مقابل کس ته په جبران کې په بدو کې ورکړي. کله هم ځینې کسان د اقتصادي ستونزو له کبله اخیستل شوی پور نه شي پرې کولی نو په بدل کې یې لور یا خور مقابل کس ته د پور په بدل کې ورکوي. داسې نجونې تر ډېره د بېوزله کورنیو وي او د شپې په تیاره کې له کوره ایستل کېږي او د هغوی له خوښې پرته په زور نکاح ته اړ ایستل کېږي.
په قبایلي ټولنو کې بیا د جرګې داسې پرېکړو ته که د چا خوښې وي او که نه، خلک غاړه اېښودلو ته مجبورېږي.
په پهاړپور تاڼه کې ثبت شوې قضیه کې د نجلۍ پلار عادل رمضان یاد شوی چې د خپلې سيمې نايي یا سلمان او د سرایکي ژبې ویونکی و. تر ځانوژنې مخکې یې یو غږيز پیغام ثبت کړی و چې اوس پر خواله رسنیو لاسپهلاس کېږي او ده پکې د ټولو عاملانو نومونه اخیستي او په بدو کې د خپلې لور د ورکړې کیسه یې پکې کړې ده. همدا راز یې ویلي چې "ما سره ډېر زیاتی وشو. له کوره یې په زور بوتلم او د جرګې پر پرېکړه یې ګوتې رانه ولګولې."
دغه کس په سرایکي ژبه په پیغام کې همدا راز ویلي، "زه ځکه ځان وژنم چې ښايي زما دا قرباني زما د لور راتلونکی وژغوري. ما مې اولادونه خپلو ترونو او ماماګانو ته سپارلي دي."
په اصل کې پولیسو د دغه پیغام تر خپرېدو وروسته قضیه رسمي کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په لومړنیو پلټنو کې پولیسو ته جوته شوې چې دا کیسه د خودکشي کړي کس عادل رمضان په کور کې له یوه واده راپیل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د عادل په کور کې واده و او یو وراره یې د کلي د یوه بل کس له لور سره په "ناوړه حرکت کولو" لیدل شوی و. موضوع تر جرګې رسېدلې او جرګې د عادل وراره باندې شپږ سوه زره کلدارې پور ايښی. خو مقابلې کورنۍ پر عادل فشار راوړی چې ګواکې "زما د لور عزت ستا په کور کې پایمال شوی دی نو ته باید پورې راکړې"، هماغه ده چې له ځايي خلکو جوړې جرګې "عادل ورغوښتی او په بدو کې یې د هغه د ۱۳ کلنې لور د ورکولو پرېکړه کړې او له ده یې په زور ګوتې لګولې دي."
پولس وايي، "د سیمې د دود او رواج له مخې پر عادل مقابلې کورنۍ زور راوړی چې ژر تر ژره لور په نکاح ورکړي. خو عادل د جرګې دې پرېکړې زړه ماتی کړی او ځان یې وژلی دی."
تر اوسه د عادل کورنۍ له لوري په دې اړه پولیسو ته کوم شکایت یا عریضه نه ده شوې.
په پاکستان کې په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنیوي قوانین شته او که څوک داسې کوي نو د ۳۱۰ او ۳۲۲ مادو له مخې، تر ۱۰ کلونو د بند سزا ورکول کېدای شي.
نجلۍ څه شوه؟
د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې په بدو کې د دې نجلۍ د ورکړې په اړه د هغې د پلار تر ځانوژنې مخکې خپور شوي غږیز پیغام نه وروسته یې سملاسي په قضیه کې د ښکېلو کسانو د نیولو امر وکړ.
وروسته پولیسو د دې قضیې اصلي تورن کس او د جرګې پرېکړه لیکونکی نیولي او د پاتې نورو د نیولو او د پېښې د لا پلټنې هڅې روانې دي.
د پهاړپور تاڼې افسر ګوهر خان ویلي چې د پولیسو د یوې چاپې پر مهال د عادل کم عمره لور ترلاسه او خپلې پلارګنۍ ته سپارل شوې ده.
د یادولو ده چې که څه هم حکومتونه او د ښځو او بشري حقونو بنسټونه له پخوا راهیسې هڅه کوي چې په بدو کې د نجونو د ورکړې مخه ونیسي خو د لر او بر پښتنو په بېلابېلو سیمو کې لا هم دا ناوړه دود شته او نجونو ته یې د دوی د نارینهو د کړو نادودو او نافرمانیو سزا ورکول کېږي.