خیبر کې د پښتنو قامي جرګه: د امنیتي ځواکونو ډزو کې ۴ کسان وژل شوي؛ پښتین وايي "جرګه په هر قیمت کوو"

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌ایم) غړي وايي، په خیبر کې د اکتوبر ۱۱مه د پښتنو د رابلل شوې‌ جرګې ځای کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴ ته لوړ شوی دی.

هممهاله له سویلي وزیرستانه دې جرګې ته پر روانو خلکو هم واڼه ښار کې د امنیتي‌ کسانو په ډزو کې د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د پي‌ټي‌ایم غړي وايي، خیبر کې وژل شوي کسان د سویلي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او باجوړ اوسېدونکي دي.‌

د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دغو کسانو جنازه به د پنجشنبې پر ورځ درې بجې د پښتنو قامي جرګې لپاره په ټاکل شوي ځای کې ترسره شي.‌

د چارشنبې ناوخته د جرګې له ځایه پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې ظاهرآ د وژل شویو کسانو تابوتونه لا له مخکې په امبولانسونو کې د جرګې ځای ته ور وړل شوي دي.‌

له دې سره د پي‌ټي‌ایم مشر منظور پښتین د چارشنبې ماښام ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی،‌ چې د جرګې د ترسره کېدو پلان پر خپل ځای دی او "خامخا" به کېږي.

ښاغلی پښتین په دغه پیغام کې وايي، "جرګه موږ نه پرېږو. پښتونه! که په یوولسم تاریخ د ټولې دنیا قوتونه هم سره یو ځای شول او دوی برید وکړ؛ یو کار کېدلی شي چې زموږ د ټولو لاشونه [جسدونه] هلته پراته وي؛ تر دې پرته د دې جرګې د کنسل کولو بل یو چانس هم نشته."

هغه په تېرو څو ورځو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د غورځنګ پر غړو او ملاتړو د چاپو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې له ۴۰۰ غړي او ملاتړي یې نیول شوي دي.

نوموړي پاکستان کې د پښتنو د ټولو سیاسي‌ ګوندونو، مدني بنسټونو، شوراګانو، اتحادیو غړو او سیمه‌ییزو مشرانو ته بلنه ورکړه چې ورشي او په دې جرګه کې ګډون وکړي.

ښاغلي پښتین وویل: "پي‌ټي‌ایم نه پر شا کېږي... موږ سرونه ورکوو. موږ په میدان ولاړ یو. اوس خبره ستاسې ده."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تر ډیورنډ کرښې کښته د پرتو پښتونو ولسونو د یوې لویې قامي جرګې د رابلل کېدو اعلان شاوخوا درې میاشتې مخکې د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي "ګیله‌من وزیر" د جنازې پر مهال وکړ.

پي‌ټي‌ایم دې جرګې ته د "پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او وايي، پښتنو ولسونو ته به پکې د تېرو څه باندې دوو لسیزو پر مهال له دوی سره د شویو ظلمونو بېلګې او ثبوتونه مخکې ږدي‌ او بیا به ترې وغواړي چې د یوې خوندي راتلونکې لپاره ګډه پرېکړه وکړي.

خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت په خیبر کې دې جرګې ته د چمتووالي له پیلیدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه.‌

پاکستاني پولیس او امنیتي‌ ځواکونه مخکې هم ظاهرآ د کورنیو چارو وزارت په امر دوه ځله جرګې لپاره پر ټاکل شوي ځای چاپه اچولې او د پي‌ټي‌یم د غړو په وینا هلته درول شوې خیمې یې سېځلې وې.

هممهاله د خيبر د ډېپيوټي کمېنشر د دفتر له خوا چارشنبه په خپاره شوي بيان کې راغلي، په خيبر کې د امنيتي حالت په نظر کې نيولو سره د يوې مياشتې لپاره ۱۴۴ ماده نافذه شوې او د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی دی.

د خپاره شوي بيان له مخې له پنځو زيات کسان نشي کولی يو ځای راټول شي او دغه حالت به د اکټوبر له ۹ مې د نومبر تر ۷ نېټې پورې دوام وکړي.‌