خیبر کې د پښتنو قامي جرګه: د امنیتي ځواکونو ډزو کې ۴ کسان وژل شوي؛ پښتین وايي "جرګه په هر قیمت کوو"

د عکس سرچینه، PTM/Twitter
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټيایم) غړي وايي، په خیبر کې د اکتوبر ۱۱مه د پښتنو د رابلل شوې جرګې ځای کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴ ته لوړ شوی دی.
هممهاله له سویلي وزیرستانه دې جرګې ته پر روانو خلکو هم واڼه ښار کې د امنیتي کسانو په ډزو کې د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
د پيټيایم غړي وايي، خیبر کې وژل شوي کسان د سویلي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او باجوړ اوسېدونکي دي.
د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دغو کسانو جنازه به د پنجشنبې پر ورځ درې بجې د پښتنو قامي جرګې لپاره په ټاکل شوي ځای کې ترسره شي.
د چارشنبې ناوخته د جرګې له ځایه پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې ظاهرآ د وژل شویو کسانو تابوتونه لا له مخکې په امبولانسونو کې د جرګې ځای ته ور وړل شوي دي.
له دې سره د پيټيایم مشر منظور پښتین د چارشنبې ماښام ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی، چې د جرګې د ترسره کېدو پلان پر خپل ځای دی او "خامخا" به کېږي.
ښاغلی پښتین په دغه پیغام کې وايي، "جرګه موږ نه پرېږو. پښتونه! که په یوولسم تاریخ د ټولې دنیا قوتونه هم سره یو ځای شول او دوی برید وکړ؛ یو کار کېدلی شي چې زموږ د ټولو لاشونه [جسدونه] هلته پراته وي؛ تر دې پرته د دې جرګې د کنسل کولو بل یو چانس هم نشته."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه په تېرو څو ورځو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د غورځنګ پر غړو او ملاتړو د چاپو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې له ۴۰۰ غړي او ملاتړي یې نیول شوي دي.
نوموړي پاکستان کې د پښتنو د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، شوراګانو، اتحادیو غړو او سیمهییزو مشرانو ته بلنه ورکړه چې ورشي او په دې جرګه کې ګډون وکړي.
ښاغلي پښتین وویل: "پيټيایم نه پر شا کېږي... موږ سرونه ورکوو. موږ په میدان ولاړ یو. اوس خبره ستاسې ده."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تر ډیورنډ کرښې کښته د پرتو پښتونو ولسونو د یوې لویې قامي جرګې د رابلل کېدو اعلان شاوخوا درې میاشتې مخکې د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي "ګیلهمن وزیر" د جنازې پر مهال وکړ.
پيټيایم دې جرګې ته د "پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او وايي، پښتنو ولسونو ته به پکې د تېرو څه باندې دوو لسیزو پر مهال له دوی سره د شویو ظلمونو بېلګې او ثبوتونه مخکې ږدي او بیا به ترې وغواړي چې د یوې خوندي راتلونکې لپاره ګډه پرېکړه وکړي.

د عکس سرچینه، SOCIAL
خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت په خیبر کې دې جرګې ته د چمتووالي له پیلیدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه.
پاکستاني پولیس او امنیتي ځواکونه مخکې هم ظاهرآ د کورنیو چارو وزارت په امر دوه ځله جرګې لپاره پر ټاکل شوي ځای چاپه اچولې او د پيټيیم د غړو په وینا هلته درول شوې خیمې یې سېځلې وې.
هممهاله د خيبر د ډېپيوټي کمېنشر د دفتر له خوا چارشنبه په خپاره شوي بيان کې راغلي، په خيبر کې د امنيتي حالت په نظر کې نيولو سره د يوې مياشتې لپاره ۱۴۴ ماده نافذه شوې او د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی دی.
د خپاره شوي بيان له مخې له پنځو زيات کسان نشي کولی يو ځای راټول شي او دغه حالت به د اکټوبر له ۹ مې د نومبر تر ۷ نېټې پورې دوام وکړي.











