د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز سملاسي لرې کړي

د بښنې نړيوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) د پاکستان له حکومته غوښتي چې سملاسي پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوی بنديز لغوه او د دغه غورځنګ د فعالانو او احتجاج کوونکو د ځورولو مخنیوی وکړي.

ياد سازمان د پاکستان د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز او د ترهګرۍ ضد قوانينو کارول غندلي دي. د دغه سازمان د جنوبي اسيا مشر بابو رام پنت، دا بنديز د سوله ييزو احتجاجونو د ځپلو او د اکټوبر د ۱۱ غونډې د مخنیوي هڅه بللې ده.

په بيان کې راغلي چې "کلونه کېږي پاکستاني چارواکي د مظلومو سيمو خوځښتونه په زور، جبري بې درکیو او د رسنيزو بنديزونو له لارې ځپي."

د پاکستان مرکزي حکومت څو ورځې وړاندې د يوه رسمي اعلان له مخې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز اعلان کړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ يې "د پاکستان د کورني امنيت لپاره ګواښ" وباله.

له دغه بنديز وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د پاکستان حکومت دا پرېکړه "ظالمانه تګلاره" وبلله او ويلي يې وو چې د "فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې."

د پښتون ژرغورنې غورځنګ راتلونکي جمعه د "پښتنو قومي عدالت" په نامه لویه جرګه په خيبر کې رابللې او ورته وروستۍ چمتووالی نیسي.

له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.

ښاغلي منظور له دې وړاندې ګواښ کړی و چې پښتانه به په هر قیمت دا جرګه کوي او د خپل راتلونکي غم به خوري.

منظور پښتين يوه اعلاميه کې ويلي، دې جرګه کې به له ۳۰ زرو ډېر سيمه ييز او قومي مشران، پوهان او د اغېز څېرې، د ګوندونو مشران او پښتون ټولنې نور بېلابېل استازي سره راټولیږي.