تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په خیبر پښتونخوا کې د قومي عدالت په نوم جرګې خيمو ته "اور اچول شوی"
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د قومي عدالت په نوم جرګې پر خیمو په لویه کچه برید شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، "د پېښور پولیسو او څو پټ مخو ادارو کسان په خیبر جرګې انتظامي کېمپ په ډېره غټه کچه حمله کړې ده."
ښاغلي پښتین له خپلو ملګرو او ولسونو هیله کړې چې له جمرود سره نژدې د جرګې ځای ته ځان ور ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې، د جرګې په انتظامي کمپ برید کې په خیمو کې اور لګېدلی، هلته "پراته وسایل پولیسو غلا کړي" دي او یو ناروغ کس یې هم له ځان سره بېولی دی.
سیمې ته د منظور پښتین له بلنې وروسته، هغه ویلي، ملاتړي او ولسونه هلته ورغلي او امنیتي ځواکونه یې په شا کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي دوی به په هر حال جرګه کوي، "چې د دنیا ټول طاقتونه سره جمع شي او د جرګې ناکامولو ته راشي انشالله د الله تعالي په فضل سره به پښتانه جرګه بیا هم ځنې کوو."
بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو تایید نه شي کولای او په دې اړه د پېښور پولیسو هم تر اوسه څه نه دي ویلی.
دوه ورځې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پر منظور پښتین د یوه ناکام برید د هڅې ادعا کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ویلي وو، ښاغلی پښتین د قامي جرګې غونډې لپاره د میدان پرانیستې له مراسمو بېرته ستنېده، چې پېښور کې پرې ځینې کسانو د برید ناکامه هڅه وکړه.
دغه غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه رابللې ده. منظور پښتین دې غونډې ته "د پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او ویلي یې دي، د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو ویلي وو، اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره په لیدنه کې د قامي جرګې غونډې د ملاتړ ډاډ ورکړی و او ویلي یې و، چې که کومه ستونزه وي په حل کې به یې مرسته کوي.
د يادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګه يا غونډه په دولسمه جولای د غورځنګ مخکښ غړي او شاعر ګيله من وزير په جنازه کې اعلان کړي وه او ويلي يې و، چې دې کې به پښتانه د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي.
غونډې ته رابللو لپاره منظور پښتين بيا د خپلو ملګرو سره د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بېلا بېلو سيمو سفرونه کړي کړي خلکو ته يې پکې د ګډون بلنه ورکړې ده. بلوچستان حکومت بيا د غورځنګ په مشر د دغه ايالت په ورتګ بنديز لګولی دی.