د پرېکون کمپاین له کبله په نړیواله کچه د مکډونالډ پلور راټیټ شوی

مکډونالډ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د امریکا مکډونالډ شرکت پخپل اصلي خرڅلاو کې پاتې راغلی او د پلور کچه یې پر غزه د اسرائیلو د روانې جګړې د "ښکاره ملاتړ" له کبله راټیټه شوې ده.

د مکډونالډ د چټکو خواړو برخې له کابو څلورو کلونو راهیسې پخپل پلور کې د لومړني زیان خبره کړې ده.

وړاندې یې مشر ویلي وو چې په غزه کې د جګړې له کبله یې پلور کې کموالی راغلی دی او ملامتیا یې په ښکاره پر "ګمراه کوونکو معلوماتو" اچولې ده.

له دې اعلان وروسته د مکډونالډ ونډې په سلو کې نژدې څلور راټیټې شوې دي.

مکډونالډ د سټاربکس او کاکولا په څېر له هغو ګڼو لوېدیځو شرکتونو یو دی چې د اسرائیلو ضد فعالانو له لوري او د لاریونونو له کبله یې ګڼو ځایونو کې پرېکون اعلان شوی دی.

دا پرېکون وروسته له هغه ډېر شو چې مکډونالډ یوه وېډیو او انځورونه خپاره کړل چې پکې د دوی تولیدات په وړیا توګه د اسرائیلو پوځ ته وېشل کېدل.

دغه شرکت ویلي په غزه کې د اسرائیلو جګړې "تر ډېره" د ۲۰۲۳ کال به وروستۍ ربعه کې د دوی پر بهرني پلور اغېز کړی دی.

د مکډونالډ اجرائیوي مشر کریس کیمبکزینسکي وویل، د دوی فعالیتونه په مالیزیا، اندونیزیا او فرانسه کې اغېزمن شوي او په منځني ختیځ کې یې اغېز تر ډېره محسوسېږي.

نوموړي وویل: "تر هغه چې دا جګړه روانه وي، تمه نه لرو چې په خپلو تولیداتو او پلور کې کوم پاموړ ښه والی ووینو."