د طالبانو حکومت د روغتیا له نړیوال سازمانه د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون په جوړولو کې همکاري غوښتې

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د یوه مجهز روغتون د جوړولو په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو بنسټونو نه د همکارۍ غوښتنه په هغې غونډې کې وکړه چې د انټرنېټ له لارې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روغتیا د نړیوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي او د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود.

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د روغتون جوړولو برخه کې له ډبلیو اېچ او او نورو بنسټونو نه د همکارۍ دغه غوښتنه داسې مهال شوې چې ځینو پانګوالو او بنسټونو د دغسې یوه روغتون د جوړولو ژمنه کړې ده.

تېر کال افغان پانګوال میرویس عزیزي له بي بي سي سره خبرو کې ویل چې غواړي افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یو پرمختللی روغتون، زېږنتون او د یتیمانو لپاره یو پالنځی جوړ کړي.

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره روغتون نشته او دې برخه کې شته خدمات په نشت حساب دي.

په افغانستان کې د سرطان یو شمېر ناروغان وايي په هېواد کې د دوی درملنه شونې نه ده او پاکستان ته د تګ لپاره له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

اټکل دی چې هرکال په افغانستان کې شاخوا شل زره کسان په سرطاني ناروغیو اخته کېږي چې ۷۵ سلنه یې د درملنې د امکاناتو د نشتوالي له امله مړه کېږي.

په افغانستان کې تر ټولو ډېر د تیو او د معدې سرطان دی چې ډېر کسان پرې اخته کېږي.

یوه بله ناروغي چې افغانستان یې له امله یادېږي هغه پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ دی. له طالب چارواکو سره د انټرنېټ له لارې ناسته کې د روغتیا د نړیوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو او ځینو نورو ساري ناروغیو د له منځه وړولو په خاطر په ګډه کار کوي.

افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې شته.

د یادونې ده چې تېره میاشت په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانستل شو.

د طالبانو حکومت کې عامې روغتیا وزارت دا په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لومړنی لابراتوار بللی او ویلي يې دي چې له دې وړاندې د پولیو د وېروس تشخیص په پاکستان کې کېده.

افغان روغتیايي چارواکي وايي دا لابراتوار ورسره مرسته کوي چې د پولیو پروګرام يې بډایه کړي او غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه پولیو له منځه یوسي، خو په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.