د وینا د ازادۍ نړیواله ورځ؛ 'نړۍ باید له خبریالانو سره ودرېږي'

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو سږکال د مې درېمه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت د وینا د خپلواکۍ اصل پر مراعتولو ټینګار کړی دی. یونیسکو بیا په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ پر داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې خبریالان مالوماتو ته د لاسرسي او پر رسنیو د سانسور او محدودیت لګولو نه شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، زموږ ټولې ازادۍ د وینا پر ازادۍ ولاړې دي. د نړۍ په هر ګوټ کې د وینا ازادي تر برید لاندې ده.‌ نوموړي پر ټویټر لیکلي، د وینا د ازادۍ پر ورځ،‌ او هره ورځ نړۍ باید له خبریالانو سره ودرېږي ځکه چې دوی له حقیقت سره ولاړ دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو را وروسته تر ټولو زیات محدودیتونه په رسنیو کې پر مېرمنو لګېدلي دي.

ملکه احمدزۍ، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبريالې تجربه لري وایي له يوې خوا معلوماتو ته د هغوى نه لاسرسى او له بلې خوا امنيتي ګواښونه د دې لامل شوي، چې ډېرى ښځينه خبريالانې خپل کار پرېږدي.

اغلې ملکه وایي د طالبانو له خوا د رسنیو پر ښځینو کارکوونکو د محدودیتونو لګول د ګڼو افغان رسنیو د غږ د کمرنګه کېدو لامل شوې ده.

"له وېرې او ډار له کبله د طالبانو د حکومت نیمګړتیاوې نشو یادولای، په ډیرو مسایلو کې د ځان سانسورولو لپاره اړ کیږو د کار په ساحه کې محدودیت راغلی له همدې کبله په رسنیو کې زموږ امتیاز هم لږ شوی دی."

د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو رسمي شمېرې ښيي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو او د جمهوریت تر پرځېدو وروسته شاوخوا اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې یا یې له لاسه ورکړي دي.

امنیتي ګواښونو یا خو دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پریږدي او یا یې لویه برخه کې د کډوالۍ لاره خپله کړې ده.

افغانستان کې د رسنیو سانسور

کابل کې افغان خبریاله هیله مایار وایي هڅه یې کړې د محدودیتونو او ددې اندېښنو سره سره، چې یوه ورځ به په بشپړ توګه د رسنیو له ډګر نه هم بي برخي کیږي خپل هېواد کې پاتي او رسنیزو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

"د طالبانو له راتګ وروسته موږ په بشپړ توګه سانسور شوي یو، له طالب چارواکو سره خبرې او مرکې نشو کولای، ځینو رسنیزو کنفرانسونو ته د تګ اجازه نه راکول کیږي، موږ ته ویل شوي، چې د نارینه مېلمنو او د خپرونو له چلوونکو سره به په سټوډیو کې نه کښېنئ".

په افغانستان کې پر رسنیو د واکمن سانسوري وضعیت څه مالومیږي، چې لګېدلي محدودیتونو یوازې تر مېرمنو پوري را لنډ نه دي.

نارینه خبریالان هم معلوماتو ته د لاسرسي او د وینا د خپلواکۍ برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.

عبدالله همیم چې د جمهوریت او طالبانو حکومت کې د کار تجربه لري د رسنیو د وضعیت په اړه بي بي سي ته وویل:

"له هرې ورځې په تېریدو سره محدودیتونه زیاتیږي، د رسنیو امنیت د طالبانو له خوا ساتل کیږي او د مشاورینو په نوم یې ځینې کسانو په رسنیو کې ګمارلي، چې د هغوی له مشورې پرته یو شمېر موضوعات نشي خپرېدای. "

یو شمېر ولایتي خبریالان هم په خپلو سیمو کې د طالبانو د غړو د ناسم چلند نه شکایت کوي او نیوکه کوي، چې د هر خبر په اړه یې د پوښتونو ګړویږنو لپاره ور غواړي.

د ملګرو ملتونو د سږ کال شعار د وینا خپلواکي او د رسنیو نه سانسورول دی. دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکي چې د وینا خپلواکي د نورو بشري حقونو لپاره یو الهام دی.

هغه ټکی چې د طالبانو حکومت یې هم د ملاتړ ادعا کوي. خو کره معلوماتو ته لاسرسي د بیان ازادۍ اصولو ته له ژمنتیا پرته ستونزمنه چاره ده.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وايي چې دوی به اړين معلومات رسنیو ته په واک کې ورکړي او ورته ژمن دي.

د بیان د ازادۍ اصولو ته د درناوي په اړه د طالب چارواکو له ادعا سره سره، لیدل کېږي چې افغان خبریالان هغه ډول خپلواکي نه لري لکه څنګه چې د رسنیو د خپلواکۍ اصول یې لارښودنه کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې نی په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ناهیلی کوونکي او له ننګونو ډک بللی دی.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته سخته ضربه لېدلې او د ځوړ په حالت کې دي.

د دغه بنسټ شمېرې ښيي چې په دغه موده کې یو زیات شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو، د دوی د فعالیت د څرنګوالي او د لوړې کچې ننګونو له امله اړې شوې چې خپل فعالیتونه بند کړي، د نی په وینا د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

هغه موضوع چې ملګري ملتونه یې هم د نړۍ په کچه اندېښمن کړي. دغه سازمان سږ کال د بیان ازادي خپل شعار ګرځولی او پر ساتنې یې ټینګار کړی دی.

دا اداره د مۍ دریمه مهمه ګڼي چې حکومتونو ته د مطبوعاتو ازادۍ برخه کې د دوی ژمنې ور یادې کړي.

دغه سازمان د رسنیو له مشرانو هم غوښتي چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر مهال د بیان آزادۍ اصل او مسلکي چلند باید په پام کې ونیسي.