تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټلویزیون نړیواله ورځ
نن د نومبر ۲۱ مه د ټلويزيون، يا ټلوژن نړيواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ۱۹۹۶ کال دسمبر پر ۱۷ مه د يوه پرېکړه ليک له لارې وپېتېيله چې پر پرېکړو د زياتېدونکي اغېز، شخړو او جګړو او د سولې او امنيت پر وړاندې ګواښونو ته د پام اړولو او هم د اقتصادي او ټولنيزو چارو په ګډون پر لويو مسئلو د پام زياتولو رول له مخې دې د نومبر ۲۱ مه د ټلويزون نړيواله ورځ وي. ملګري ملتونه وايي خبره ډېره د دې وسيلې نه، چې د هغې فلسفې د لمانځلو ده، چې دا رسنۍ يې استازيتوب کوي. دوی وايي ټلوزيون اوسنۍ نړۍ کې د تړاو او نړيوالتوب استازيتوب کوي. د ټلويزيون نړيوالې ورځې په مناسبت اظهار الله پاکستان او پښتونخوا کې د ټلويزيون کتلو دود ه ړه دا راپور رالېږلی دی.