د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان کې ميليونونه وګړي له لوږې سره مخ دي

خوړو نړيوال پروګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اېف پي وايي په راتلوونکو شپږو میاشتو کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونو ډالرو ته عاجله اړتیا لري.

ډبلیو اېف پي ویلي د بودیجې د کموالي له امله وار دمخه په افغانستان کې لس میلیونه اړ کسان د دوی له مرستو بې برخې شوي او هغه یې چې لا هم ورسره مرسته کېږي باید په روان ژمي کې د خوړو او ګرمو جامو ترمنځ یو غوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه د یوې مور ویډیو خپره کړې چې په کې له خپلو څو تنو ماشومانو سره لېدل کېږي او ویلې یې دي چې د بي بي جان په نامه دا مور یوه له هغو لسو میلیونو کسانو ده چې تېر کال د نړیوالو لخوا د مالي ملاتړ د کمښت له امله دوی د خپلو مرستو له لست نه وایستل.

په دې ویډیو کې ياده مېرمن وايي، "خاوند مې فلج دی، د کور لګښت موسسې راکاوه چې ګواره مو پرې کوله، اوس چې مرستې بندې شوې ګوزاره مو نه کېږي، د خپلو بچیانو لپاره خیرات ټولوو، په خپله هېڅ هم نه لرو، کار او غربیي نلرو، په خپل کور کې اوبه هم نه لرو له نورو خلکو اوبه راوړو، ځیني خلک په ذکات او خیرات کې یوه بوجۍ غنم راکړي، نور نو داسې څوک نه لرو چې زموږ لاسنیوي وکړي."

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال په اجباري ډول افغانستان ته استول شوي چې ډېری یې نه پیسې او نه هم نور څه لري او په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي.

د خوړو نړيوال پروګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

د ډبلیو اېف پي په وینا له پاکستانه شړل شوی تقریبا ټول افغانان پوروړي دي او په افغانستان کې هم اړ دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له نورو پور واخلي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو دلاسنیوي غږ کړي چې په وینا یې وکولای شي خپل ژوند جوړ کړي. ډبلیو اېف پي دغه راز ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۸۴۰ زرو کسانو سره په افغانستان کې مرسته کړې چې د بېلا بېلو چارو په پیلولو سره په خپلو پښو ودرېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی، بېکارې او بېوزلې ډېره شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم کمې شوي.

وچکالۍ او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړې محدودیتونو افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزه لا پراخه کړې ده. خو په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې ګنې اقتصادي پروژې یې عملي کړي چې ګڼ شمېر افغانانو ته په کې د کار کولو فرصت برابر شوی دی.