د خوړو نړیوال پروګرام: که مرستې ونشي اړ کېږو له افغانستانه ووځو

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي د خپل تاریخ تر ټولو بد مالي کړکېچ سره لاس ګریوان دي او دا چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول له بې مخینې ستونزو سره مخامخ شوي.
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مشرې ویلي، چې په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره ان د را روانې اکتوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري او که مرسته ور ونه رسېږي نو له افغانستانه به په بشپړ ډول وتلو ته اړ شي.
سینډي مککین د یکشنبې پر ورځ امریکایۍ اېبيسي شبکې ته ویلي، چې کورونا وبا، اقلیمي بدلون او د جګړو په څېر نړیوالو کړکېچونو د دغه سازمان فعالیتونه څو برابره ډېر کړي دي.
خو هغې زیاته کړې چې هممهاله په مرستندویه هېوادونو کې له اړمنو هېوادونو سره د بهرنیو مرستو په تړاو حساسیت او مقاومت هم ډېر شوی دی.
اغلې مککین ټینکار کړی چې "په لومړي ځل په داسې حال کې چې نړۍ کې خوراکي مرستو ته اړتیا څو برابره په لوړېدو ده، دغه نړیوال بنسټ سره مرستې کمې شوې او دا سازمان اړ شوی چې د افغانستان، بنګله دېش، فلسطین، کانګو، هایتي، اردن، سویلي سوډان، سومالي او سوریې په څېر سیمو کې خپلې مرستې کمې کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ارزونې ښيي چې د خوړو نړیوال پروګرام هر کال د نړۍ لروبر له ۹۷ میلیون کسانو سره مرسته کوي.
د خوراکي امنیت وضعیت چې د نړۍ د اقلیم د تودېدو او کورونا وبا له کبله اغېزمن شوی و، پر اوکرایین د روسیې له یرغل را وروسته لا بدتر شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام مسوولې ان درې میاشتې مخکې ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان کافي خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي او دا چې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له خطرونو سره مخامخ دي.
په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره د اقتصادي بنسټ پرځېدو، بې کارۍ، وچکالۍ او له کاره د ښځو راګرځولو په تړاو د طالبانو حکومت پالیسیو دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا ډېرې کړې دي.
نړۍ کې د دوامداره پرمختګ هڅې چېرته رسېدلې؟

د عکس سرچینه، UN
ټاکلې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران دوشنبه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د ۷۸یمې نړیوالې مجمعې په درشل کې د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې د مقابلې او همدا راز نړۍ کې د پرمختګ له هڅو سره د مرستو په تړاو خبرې وکړي.
خو شننونکي وايي چې نړیواله ټولنه د پاینده پرمختګ نړیوال هدف ته د رسېدو لپاره له خپلو کړو ژمنو او پروګرامونو ډېره وروسته پاتې ده.
اوس د ملګرو ملتونو لخوا تر ۲۰۳۰ کاله د دوامداره پرمختګ پر لور د نړۍ وربرابرولو لپاره پر ټاکل شویو اوو ګونو اهدافو او د هېوادونو لخوا دغو اهدافو ته د ژمنتیا پر ښودلو ۱۵ کاله اوړي، خو داسې ښکاري چې پر دغه لوري حرکت خورا سوکه او په ځینو برخو کې ان تر پخوا لا ټکنی دی.
د نړۍ هېوادونو په ۲۰۱۵ کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کاله به نړۍ کې بېوزلي که به هره بڼه وي، صفر ته رسوي.
خو اوس ملګريملتونه وايي که وضعیت په اوسني ډول دوام وکړي، نو په ۲۰۳۰ کال کې به ۵۷۵ میلیون کسان په سخته بېوزلۍ کې ژوند تېروي او ۶۰۰ میلیونه کسان به له لوږې سره مخامخ وي.
په همدې توګه له ۲۰۲۰ کال راهیسې نړۍ کې د وینې کمښت د ستونزې په حل کې هم هېڅ پرمختګ نه دی شوی، د ۱۴۸ میلیونه ماشومانو وده د خوارځواکۍ له کبله له ستونزه مخامخ ده او په هرو درو کې یو کس له غذايي ناامنۍ کړېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي ۲۰۲۳م په تېرو دریو لسیزو کې دویم پرله پسې کال دی چې نړۍ کې د انسان د پرمختګ شاخص پکې له زوړ سره مخامخ دی.
نړیوال مالي نظام د نړیوالو کړکېچونو پر وړاندې زیانګالی دی او په داسې مواردو کې شرایط عملآ د شتمنو په ګټه او د بېوزلو په زیان څرخېږي.
سینډي مککین اېبيسي شبکې سره مرکه کې ویلي، چې د اوکرایین د جګړې په څېر نړیوالو کړکېچونو د لوږې کړکېچ تر سیوري لاندې راوستی او هممهاله نړیوال اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې د شتمنو هېوادونو خلک د بهرنۍ مرستې له سیاست سره مخالفت وښيي.
د خوړو نړیوال پروګرام مشره زیاتوي "اوکرایین د نړۍ ټولې مهمې سرچینې ځان ته جذب کړې. زه اوکرایین سره د ملاتړ اړتیا ته پوره متوجه یم، خو په نړۍ کې داسې نورې برخې هم شته چې په همدې اندازه مرستې ته اړتیا لري."











