حماس د درېیو اسرائیلي برمته شویو وېډیو خپره کړې

د حماس سیاسي څانګې القسام لوا د غزې په تړانګه کې د دریو بوډا اسرائیلي یرغمل شویو کسانو ویډیو خپره کړه چې له حماس سره یرغمل دي.

امیرام کوپر ۸۰ کلن دی، یورام میټزګر ۷۹ کلن او شایم پري ۸۵ کلن دی.

په دې ویډیو کې ښاغلی پري کمرې ته خبرې کوي او د ځان او نورو یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه کوي.

د اسرائیلو پوځ دغه وېډیو یو جنایتکاره او ترهګریزه وېډه بللې ده. ویل کېږي چې اوس هم شاوخوا ۱۲۰ اسرائیلیان له حماس سره یرغمل دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګري دغه وېډیو د هغو بوډاګانو او بې ګنا وګړو په وړاندې د حماس د "ظلمونو" یو ثبوت بللی چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري او ویلي یې دي چې نړۍ باید د دغو یرغمل شویو کسانو د روغتیا د ډاډمنولو لپاره اقدام وکړي:

"له اخلاقي پلوه موږ ټول مسؤل یو چې د دې یرغمل شویو د بېرته راستنولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړو."

د اسرائیلو د یرغمل نیونې وېډیو په ټیلیګرام چینل کې خپره شوې ده.

هغه یرغمل شوي کسان چې د اکتوبر په اوومه نیول شوي ګومان کېږي چې د حماس یا نورو فلسطیني وسله والو ډلو په لاس کې دي.

د جنګي بندیانو او یرغمل شویو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي او بي بي سي د هغو انځورونو/وېډیوګانو بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، چې کېدای شي په غیر معمولي شرایطو او تر فشار لاندې یې وېډیو ثبت شوې وي.

د "کیبوتز نیر اوز" یوه ویاند، چېرې چې دا درې کسان یرغمل شوي وو، د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر لویډ اسټین چې دا مهال په اسرائیل کې دی، وغوښتل وکړ چې د دوی په خوشي کولو کې مرسته وکړي:

"موږ د هرې نښې هرکلی کوو چې وښيي دوی ژوندي دي. خو وخت تنګ دی او د هر ډول ممکنه خبرو اترو له لارې د ټولو یرغمل شویو سملاسي خوشي کول خورا اړین دي."

ویاند وویل: "د دوی وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو خرابېږي." "له بده مرغه وروستۍ پېښې ښیي چې د یرغمل شویو وضعیت، په ځانګړې توګه د بوډا او عمر خوړلو کسانو وضعیت مخ په خرابېدو دی."

د اکټوبر په اومه د حماس لخوا د اسرائیلو پر سوېل په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰ کسان یرغمل شول.

د دغه برید په ځواب کې اسرائیلو په غزه کې پراخ یرغلیز پوځي عملیات پیل کړل چې تر اوسه یې له ۱۹ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، په سلګونو زره خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي او زرګونه نور یې ټپیان او لادرکه کړي دي.

د تېرې نومبر میاشتې په پای کې، حماس د شپږ ورځني اوربند په ترڅ کې، د اسرائیلو لخوا د څو فلسطینیانو د خوشي کولو په بدل کې ۱۰۵ یرغمل خوشي کړل.

د جمعې په ورځ، اسرائیلي پوځ درې تنه برمته کوونکي په "غلطۍ" په داسې حال کې په ډزو ووژل چې سپین ټوکر یې په لاس کې و.

دغه یرغمل شوي کسان -چې ۲۸ کلن یوتام حییم، ۲۲ کلن سمیر تل الکا او ۲۶ کلن الون شمریز وو- د غزې په "شجاعیه" سیمه کې وژل شوي وو.

د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه درې واړه کسان یو سپین ټوکر په لاس په لاس د شجاعیه ښار له یوې ودانۍ څخه راووتل او یو اسرائیلي عسکر یې د ګواښ احساس وکړ، دوی یې ترهګر وبلل او ډزې یې پرې وکړې. دوه یرغمل شوي ځای پر ځای ووژل شول او دریم ټپي شوی و، بېرته هماغه ودانۍ ته ستون شو.

وروسته له هغه چې د اسرائیلي کنډک قوماندان په عبراني کې د مرستې لپاره چیغې واورېدې، هغه د ډزو د بندولو امر وکړ. ټپي یرغمل بیا راووت، خو د اسرائیلي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.

دا څرګنده نه ده چې ایا دغه یرغمل شوي کسان یوازې پاتې شوي وو او که له خپلو یرغمل کوونکو تښتېدلي وو.

د اسرائیلو د پوځ یوه چارواکي ویلي، دا پېښه د دغه هېواد د جګړې د پوځي اصولو خلاف شوې او په دې اړه په لوړه کچه څېړنې روانې دي.

د نورو یرغمل شویو کورنیو چې لا هم په بند کې دي، د اسرائیلو له حکومت څخه غوښتي چې یو نوی اوربند وکړي چې لږ تر لږه د یرغمل شویو کسانو بله ډله هم راخوشي شي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دغه غوښتنې رد کړې او ويلي يې دي چې "د بري او د يرغمل شويو کسانو د بېرته ستنېدو لپاره پوځي فشارونه ضروري دي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوربند ته د رسېدو لپاره خبرې تر اوسه کوم مهم پړاو ته نه دي رسېدلې.