شیګلا څه ډول ناروغي ده او اسرائیلي ځواکونه ولې پرې اخته کېږي؟

په اسرائیلو کې ډاکټران وايي، د دې هېواد یو شمېر پوځیانو چې پر غزه یې ځمکني برید کې برخه اخیستې وه، د معدې په یوه ډول جدي ناروغي اخته شوي، چې "شیګلا" نومېږي.

داسې انګیرل کېږي، چې دا ناروغي د ناپاکو شرایطو او غیر صحي خوړو له کبله د جګړې په سیمه کې خپره شوې ده.

شیګلا څنګه د اسرائیلي سرتېرو ترمنځ خپره شوه؟

د اسوتا اشدود د پوهنتون روغتون کې د ساري ناروغیو څانګې مشر ډاکټر تال بروخ په وینا، غزه کې د اسرائیلي پوځ څو ډاکټرانو د سرتېرو ترمنځ د کولمو او معدې سختې ناروغۍ راپور ورکړی دی.

نوموړی وايي، چې دا یې تشخیص کړې او دا شیګلا ناروغي ده.

اخته سرتېري له نورو څخه جلا کېږي او د جګړې له سیمې د درملنې لپاره بېرته وروړل کېږي.

ډاکټر بروخ وايي، د وبا یو "ښکاره لامل" هغه خواړه دي، چې د اسرائیلو ملکي وګړو لخوا پخېږي او په غزه کې سرتېرو ته لېږل کېږي.

یاد ډاکټر وايي، خواړه کېدای شي د شیګلا او نورو زیان رسونکو باکتریاوو سره ککړ شوي وي ځکه دوی د استولو پرمهال ساړه نه دي ساتل شوي یا له خوړولو مخکې سم نه دي تاوده شوي.

تال بروخ وايي: "کله چې سرتېري اسهال کېږي، ناپاک شرایط چې په طبیعي ډول د جګړې په ډګر کې وي له یو کس څخه بل ته د ناروغۍ د لېږد لامل کېږي."

ډاکټر بروخ وايي، سرتېرو ته باید یوازې وچ خواړه لکه کنسروې، بیسکوټ او پروتینونه واستول شي.

شیګلا څه شی دی او نښې یې څه دي؟

شیګلا د باکتریا یو ډول دی. بدن ته ننوځي، دا د شیګلوس په نوم یو ډول اسهال لامل کېږي چې وینه هم په کې وي.

د شیګلا ناروغۍ نښې نښانې په لاندې ډول دي:

• تبه

• غایطه موادو کې وینه

• د ګېډې سخت درد

• په بدن کې د اوبو کمېدل

هغه کسان، چې کمزورې روغتیا لري یا د معافیتي سیسټم یې د ایچ ای وي په څېر ناروغیو له کبله ضعیف وي ممکن دا نښې نښانې د اوږدې مودې لپاره ولري.

که درملنه یې ونه شي، شیګلا کولی شي د جدي ناروغۍ یا حتی مرګ لامل شي.

د مرګ ګواښ په ځانګړې توګه چې باکتریا د وینې جریان ته ننوځي زیات دی.

ماشومان، هغه کسان چې ایچ ای وي، شکر او سرطان لري یا هغه کسان چې خوارځواکي دي دوی تر ټولو ډېر زیانمنېږي.

شیګلا څنګه خپرېږي؟

د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز په خبره شیګلا په اسانۍ سره د ناروغ کس له غایطه موادو سره د مستقیم یا نامستقیم تماس له لارې خپرېږي.

د شیګلا خپرېدل ممکن د لاندې دلایلو له امله رامنځته شي:

  • د شیګلا په ناروغۍ د اخته کس لخوا چمتو شویو خواړو خوړل
  • د څښاک اوبه چې پر فاضله اوبو ککړې وي
  • له هغو وسایلو سره تماس، چې په شیګلا اخته کس لخوا ککړ شوي یا میکروبي شوي وي
  • پر شیګلا اخته ناروغ ماشوم پمپر بدلول

پر شیګلا اکثره بې کوره کسان، نړیوال مسافرین، هغه نارینه چې له نورو نارینو سره جنسي اړیکه نیسي او هغه کسان چې ټیټ معافیتي سیستم لري، ډېر اخته کېږي.

شیګلا د نړۍ په ګوټ کې ډېرعام دی؟

د متحده ایالاتو یاد مرکز وايي، چې په ټوله نړۍ کې هر کال له ۸۰ څخه تر ۱۶۵ میلیونو پورې د شیګلا پېښې ثبتېږي او په دې کې ۶۰۰،۰۰۰ کسان مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ، چې د شیګلا انتاناتو ۹۹سلنه پېښې د ټیټې کچې عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي.

د شیګلا له امله ډېری مړینې په افریقا او سوېلي اسیا کې پېښېږي او نژدې ۶۰ سلنه مړینې یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.

په سوېلي کوریا کې د واکسین د نړیوال انسټیټیوټ د ساینسپوهانو څېړنې ښیي، چې شیګلاس په اسیايي هېوادونو کې لکه بنګله دیش، چین، پاکستان، اندونیزیا، ویتنام او تایلنډ کې د صنعتي هېوادونو پرتله سل برابره ډېر عام دی.

د شیګلا درملنه یا مخنیوی څنګه کېدای شي؟

د امریکامتحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز وايي، چې د شیګلا مخنیوی په مکرر ډول د لاس مینځلو له امله شونی دی:

  • له پخلي اوخوړو څخه مخکې او وروسته
  • تشناب ته له تګ وروسته او د ماشوم له پمپر بدلولو وروسته
  • له جنسي فعالیت څخه مخکې

د دې ناروغۍ ډېری ناروغان د ډېرو اوبو څښلو او ارام کولو سره ښه کېږي.

پر دې ناروغۍ پنځه ډوله انټي بیوټیکونه ښه اغېز لري.

په هر حال، د امریکا یاد روغتیايي مرکز د شیګلا یو ډول معلوم کړی، چې د انټي بیوټیکونو پر وړاندې مقاومت لري او هغه "اېکس ډي ار" نومېږي.

یاد مرکز وايي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په متحده ایالاتو کې د شیګلا پنځه سلنه پېښې د انټي بیوټیکونو پر وړاندې مقاومت لرونکې اېکس ډي ار باکتریا له کبله وې او یاد روغتیايي مرکز دا د "عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ" ګڼي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ۲۰۲۰ کال راهیسې د دې شاهده ده چې په بریتانیا کې د انټي بیوټیکونو پر وړاندې مقاومت لرونکې اېکس ډي ار باکتریا له کبله رامنځ ته شوې ناروغۍ مخ به زیاتېدو دي.