د امريکا ټاکنې: د منځني ختيځ جګړه او ټاکنیزې ایالتي ‌سیالۍ د ټاکنو پر پایلو اغېز کولی شي

منځنی ختيځ او د امریکا ټاکنې

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, رافد جبوري
    • دنده, بي بي سي عربي

لکه څنګه چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې رانږدې کېږي، د مېشېګن عربي الاصله ټولنه ننګونکې دولارې سره مخامخ شوې ده.

په ټولیز ډول د رایو ۱۵ کالجونو ته په کتو د دې ایالت رايه ورکوونکي چې کولی شي برخه لیک ټاکوونکي وي، د دوی ډېری عرب الاصله امریکایان یې تر بل هر وخته زیات ننګونکي حالت سره لاس او ګریوان دي.

د کملا هرېس او ډونلډ ټرمپ ترمنځ ټاکل اسانه نه دي، په ځانګړې توګه د هغو رایه ورکوونکو لپاره، چې هم دکورنيو مسلو په اړه اندېښمن دي او هم په منځني ختېځ کې شخړې د دوی لپاره خورا مهم او د پام وړ دي.

د نظرپوښتنو له مخې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي په معاصر تاریخ کې تر ټولو سخته سیالي ده.

د ډیموکراټ ګوند نومانده کملا هرېس تر دې دمه د خلکو د رایو له مخې مخکښه ده.

خو لکه څنګه چې ډېری وختونه د امريکا په ټاکنو کې پېښېږي، د ټاکنو کالج سیسټم به وروستۍ پرېکړه کونکی وي او د یوه مهم ایالت په توګه مېشېګن هم کولی شي په وروستیو پایلو کې لوی رول ولوبوي.

د مېشېګن په ایالت کې عرب الاصله امریکایان په ځانګړې توګه د ډیربورن په څېر ښارونو کې چې د پام وړ نفوس یې عرب دي، کولی شي د ایالتي ټاکنو په پایلو کې پرېکړه کوونکی رول ولوبوي او له ډېر کم توپیر سره ګټونکی معلوم کړي.

متنوع او وېشل شوې ټولنه

د امریکا ټاکنې

د مېشېګن عرب الاصله ټولنه د رایه ورکوونکو په توګه یو مټی همغږې ټولنه نه ده.

د دوی په سلګونو زره کسان یې په ټول ایالت کې وېشل شوي او بېلابېلې سیاسي لیوالتیاوې او لومړیتوبونه لري.

د نظرونو دا تنوع د دوی د بېلابېلو کلتوري شالیدونو او د امريکا د کورنیو او بهرنیو پالیسیو په اړه د دوی د بېلابېلو نظرونو له امله دي.

په ډیربورن ښار کې د عربي ټولنې د اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو په مرکز کې د عرب الاصله امریکايي ملي شبکې مشرې ریما مروې بي بي سي ته وویل، د عربو رایه ورکوونکو شمېر په کره توګه اټکل کول ګران کار دی.

د امريکا سرشمېرنه کې عربان د جلا توکمېزې ډلې په توګه نه پېژندل کېږي نو ځکه د دوی کره شمېر معلومول ستونزمن دي. خو اغلې مروه اټکل کوي، چې په مېشېګن کې لږ تر لږه ۳۰۰ زره عرب الاصله امریکايي رایه ورکوونکي شته دي.

د دې شمېرې په اهمیت د پوهېدو لپاره دا کافي ده، چې دا مو په زړه وي ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې په مېشېګن کې یوازې د لس زره رایو په توپیر سره بریالی شو او په ۲۰۲۰ کال کې جو بایډن دا ایالت د سل زره رایو په توپیر وګاټه.

په داسې حال کې چې عرب رایه ورکوونکي د مېشېګن د ټولو رایه ورکوونکو لږه سلنه جوړوي خو دوی کولی شي په دا ډول سیالیو کې ډېر اغېزمن وي.

اغلې مروه وايي، چې عرب الاصله رایه ورکوونکي په عمومي ډول د یوې مسئلې په اړه سره همغږي نه دي.

خو د نوموړې په وینا، د دې ټاکنو موضوع بېله ده. په غزه کې د جګړې له پیله راهیسې دا هر څه بدل شوي او اوس منځنی ختېځ د ډېرو عرب الاصله امریکایانو لپاره تر ټولو مهمه اندېښنه ګرځېدلې ده.

د دې ګډې اندېښنې سره سره، عرب رایه ورکوونکي د غوره عمل په اړه وېشل شوي دي. ځینو یې ټرمپ ته مخه کړې او باوري‌ دي، چې د هغه "امریکا لومړی" پالیسي کولی شي په سیمه کې جنګونه پای ته ورسوي.

بله ډله په دې باور ده، چې کملا هرېس به ډېر ډیپلوماټیک چلند غوره کړي او د اوږدې مودې حل په لټه کې به شي.

همدا راز یو شمېر کسان د زرغون ګوند له نوماندې جېل سټین څخه ملاتړ کوي، چې له اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ نیوکه د دوی ترمنځ د نظرونو نژدې والی ښيي.

د منځني ختيځ د سیاست پر سر جګړه

د امریکا ټاکنې

کملا هرېس هڅه کړې، چې عربي ټولنې ته ځان ور نژدې کړي.

نوموړې ژمنه کړې چې په منځني ختيځ کې به د اوربند لپاره کار وکړي خو په ورته وخت کې یې له اسرائیلو سره د ډیموکراټ ګوند پر اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کړی دی.

کملا هرېس همداراز د فلسطین د حقوقو دفاع وکړه او د سیمې د ټولو خلکو لپاره یې د امنیت، وقار او د خپلواکۍ د حق غوښتنه وکړه .

دا پېچلی دریځ د سام عباس په څېر رایه ورکوونکو ته ډېر د قناعت وړ نه دی.

ښاغلی عباس په ډیربورن کې په هغه رستورانت کې ناست دی چې کار په کې کوي او دی د ډېرو عرب الاصله امریکایانو د ناهیلۍ خبره کوي.

نوموړی بایډن او هرېس په مستقیم ډول په منځني ختېځ کې د "وینې تویولو مسؤل" بولي. او وايي، دی چې څومره خلک پېژني هغوی اعلان کړی، چې دوی به هرېس ته رایه نه ورکوي.

ښاغلی عباس دا ټاکنې یوه ستونزمنه ننګونه ګڼي او دا د "بد او بدتر" تر منځ یوه ټاکنه بولي.

هغه وايي، تر اوسه يې پرېکړه نه ده کړې چې چا ته رايه ورکړي او ښايي د ټاکنو په ورځ به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

له بلې خوا ټرمپ چې ډېری کسان د هغه د کډوالۍ پالیسي د مسلمانانو او عربو ضد ګڼي او همدارنګه د نوموړي اسرائیلي پلوه دریځ او د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د هغه نږدې اړیکو سربېره یاد نوماند په دې توانېدلی، چې د پام وړ شمېر عرب رایه ورکوونکي ور جذب کړي.

د ټرمپ دا ادعا چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال هېڅ جګړه نه ده پیل شوې او که په واک کې پاتې شوی وای، په اوکرایین او منځني ختېځ کې به جګړې نه وی شواې، د هغو کسانو له خوا یې هرکلی شوی، چې له جګړو ستړي دي.

ټرمپ د خپلې لور عرب خسر مسعد بولوس څخه هم د پام وړ ګټه پورته کړې، چې زوی یې ټیفاني ټرمپ سره واده کړی.

پخواني ولسمشر ان په ویاړ سره اعلان وکړ، چې زېږېدونکی لمسی به یې نیمه عرب وي.

په سياسي وفاداريو کې بدلون

ډونلډ ټرمپ

له ډیموکراټ ګوند سره ناخوښي د دې لامل شوې، چې په عرب الاصله امریکايي ټولنه کې ډېر منظم اپوزیسیون رامنځته شي.

د تېر کال کمپاین چې د "لاړشه بایډن" په نوم پیل شوی و او اوس یې نوم "لاړه شه هارېس" ته اوښتی دی.

د دې کمپاین بنسټ اېښودونکي په ډیموکراټ ګوند تور لګوي چې یوازې په الفاظو کې د عربو او مسلمانانو مسلو ملاتړ کوي، خو په عمل کې په منځني ختېځ کې د تاوتریخوالي په دوام کې رول لوبوي.

حسن عبدالسلام چې د دې کمپاین یو بنسټ اېښودونکی دی، څرګنده کړه چې د دوی مخالفت د کوم ځانګړي نوماند پر ضد نه دی، بلکې د ډیموکرات ګوند د اسرائیل پلوه دریځ په وړاندې غبرګون دی.

ایا حارث د عربو رایې ګټلی شي؟

د امریکا ټاکنې

په مېشېګن کې د ټرمپ د مخ په زیاتېدونکي شهرت سره سره ډیموکرات ګوند هیله من پاتې دی.

دغه ګوند د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او له هغه وروسته د عربي ټولنې پر وړاندې له منفي غبرګون سره د ډېرو عرب الاصله امریکایانو تر منځ د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د مېشېګن ډیموکرات کلب مشر سمیع خالدي ډاډه دی، چې هرېس اوس هم کولی شي د عربو رایې وګټي.

ښاغلي خالدي بي بي سي ته وویل، هرېس تل "د غزې د بیارغونې او فلسطینیانو ته د لا ډېرو بشري مرستو" غږ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې هرېس د "غزې بیا اشغال" باندې باور نه لري او د هغې دا دریځ د عرب الاصله امریکایانو رای ورکوونکو ته په زړه پورې ده.

ښاغلی خالدي وايي، ډیموکرات ګوند یوازینی سیاسي بنسټ دی، چې عرب الاصله امریکایان هغه ډول چې باید یې په رسمیت وپېژني هغه ډول یې پېژني.

هغه په دې باور هم دی، چې د منځني ختېځ په اړه د کملا هرېس چلند د ولسمشر بایډن له چلند سره توپیر لري او د عرب الاصله امریکایانو لپاره د پام وړ دی.

خو هغه دې ته اشاره کوي، چې په عربي ټولنه کې لا هم ډېر خلک د هرېس له نظر او دریځ څخه ناخبره دي.

ښاغلی خالدي ټینګار کوي، چې ډیموکرات ګوند باید له دې ټولنې سره د اړیکو د زیاتولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

ناهیلي او بې حسي

د امريکا ټاکنې

خو د ځینو عربانو د نظر خپلولو لپاره به هېڅ هڅه کار ونه کړي.

فلسطیني الاصله امریکايي هنرمند جنین یاسین په دې ټاکنو کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې ده.

د مېرمن یاسین په وینا، د اسرائیلو په اړه د امریکا تګلاره یوه له مذاکرې لرې موضوع ده.

نوموړې دواړه نوماندان د هغه څه په ملاتړ تورنوي، چې دا یې د فلسطینیانو "نسل وژنه" بولي.

په ټاکنو کې د ګډون نه کولو د اغلې یاسین پرېکړه د ډېری عرب الاصله امریکایانو لخوا په ډاګه شوی خپګان څرګندوي.

هغه وايي، ډیموکرات ګوند دا نه درک کوي، چې د عرب الاصله امریکایانو لپاره "فلسطین یوازینۍ مسله ده چې مهمه ده."

نوموړې وايي، ډیموکراتان نه شي کولی دا ادعا وکړي، چې د جنین سقط، د ښځو حقونه او عدالت باندې باور لري ځکه دوی دا شیان فلسطینیانو لپاره نه غواړي.

په هر حال یاسین د راتلونکي په اړه هیله منه ده.

هغې د امریکا د ځوان نسل په منځ کې بدلون ته اشاره وکړه، چې په زیاتېدونکي ډول د امریکا د اسرائیل پلوو سیاستونو سره مخالف دي.