له ایرانه یوازې په جون کې افغانستان ته تر دوه نیم لکو ډېر کډوال ستانه شوي: څلورمه برخه يې ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف وايي، په دې وروستیو کې افغانستان په ورځ کې په منځنۍ کچه شل زره افغان کډوال له ایرانه راستانه کړی شوي چې څلورمه برخه یې ماشومان دي او پنځه زره يې بې‌سرپرسته ماشومان دي چې یا یوازې دي او له خپلو کورنیو جلا کړی شوي.

دا داسې مهال دي چې شمېرې ښيي په تېره جون میاشت کې له ایرانه د راستنو شوو افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ ته ورسېده.

د طالبانو حکومت له خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدو چارو کمیسیون ویاند احمد الله متقي وایي چې یوازې د یکشنبې په ورځ (د جون ۲۹مه) له شلو زرو ډېر افغانان له ایران رایستل شوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او اېم ویاند اواند عزیز اغا فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د جون میاشتې له لومړۍ تر ۲۸ نېټې له دوه لکه او دري دېرش زرو ډېر افغانان له ایرانه افغانستانه ته ستانه شوي.

اټکل کېږي چې دغه شمېر به په ایران کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د ایران د ټاکلې نېتې چې را راوانه اونۍ پوره کېږي لا ډېر شي.

ملګري ملتونه وايي، په راستنېدونکو کې د ښځو، ماشومانو او کورنيو شمېر په ډېرېدو دی.

د ایران د حکومت ټاکلې نېټې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو اېن ايچ سي ار ویلي چې د روان میلادي کال د مارچ له شلمې [یې د ایران د حکومت لخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوې نېټه پای ته رسېدلې تر اوسه نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې له نیمايي ډېر یې په زوره را ایستل شوي.

د ایران حکومت په هغه هېواد کې دېره بې اسنادو افغان کډوالو ته د راتلونکې جولای میاشتې تر شپږمې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي.

په وروستیو ورځو، په تېره بیا د ایران او اسرائیلو له شخړې راوروسته، دغه لړۍ لا چټکه شوې. یوازې د جون په ۲۶مه نېټه له ۳۶۰۰۰ ډېر کډوال په یوه ورځ له پولې را اوښتي.

په دغه کال کې له ایران او پاکستان له دوولس لکو ډېر کډوال را ستانه شوي چې په افغانستان کې وار له مخه جدي بشري کړکېچ ورسره لا ژور شوی. د ملګرو ملتونو بنسټونو دغه وضعیت ته د لا ډېرو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت غبرګون

د طالبانو حکومت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ د شنبې ورځ (د جون ۲۸) هرات ته په سفر کې ویلي و چې ایراني لوري سره په مختلفو کچو خبرې روانې دي چې له افغان کډوالو سره سم چلن وکړي.

هغه ایراني چارواکو ته وریاده کړې چې سخت شرایط پر هر چا راتلی شي او دا د ګاونډیو هېوادونو مسؤولیت دی چې له کډوالو سره ظلم زیاتی ونشي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت هم ویلي چې خپلو مېنو ته له پولو د ور ستنو شوو کډوالو د وړیا رسولو هڅې ګړندۍ کوي.

دغه وزارت پر اېکس لیکلي چې د واټ ټرانسپورت مرستیال یې عبدالسلام حیدري هرات ته سفر کې د دغو خدماتو په ۲۴ ساعته کولو ټینګار کړی.

دغه وزارت لیکلي چې دوی په هرات کې له اسلام کلا، د نیمروز له ورېښمو پله او دغه راز له پاکستانه هم د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ور اوښتونکي کډوال په وړیا ډول خپلو مېنو ته لېږدوي.

پر بشري کړکېچ یې اغېز

ملګرو ملتونو تازه ویلي، افغانستان له یو مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی، ځکه سږ کال تر یو میلیون ډېر افغانان داسې هېواد ته ستانه شوي چې لا دمخه د اقلیمي اغېزو او محدودو بنسټیزو خدماتو له امله تر فشار لاندې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي او بشري همغږي کوونکي ایندیریکا رتواتي ویلي، اوسنۍ بشري مرستې یوازې د اړمنو کسانو یوه کوچنۍ برخه پوښي.

هغه افغانستان د نړۍ یو خورا پیچلی بشري چاپیریال بللی چې نازک، له جګړې وروسته وضعیت يې د اقلیم بدلون او ډله‌یيزې بېځایه کېدنې له لسیزو سخت حالت سره مخ کړی.

اوس، له پاکستان او ایران څخه د ورستنېدونکو بهیر شته سرچینې او امکانات له حده زیات بوخت کړي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي، ډېری راستنېدونکي له کومو شتمنیو، خدماتو ته محدود لاسرسي، او د دندې له فرصتونو پرته رارسیږي، چې د نورې بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

په پاکستان کې د جون په دېرشمه افغان ثبت شوو کډوالو ته د وتلو ټآکلې نېټه هم پوره شوه.

که څه هم ملګرو ملتو هیله مندي ښودلې، چې د پاکستان حکومت به د کډوالۍ د ثبت یانې پي او آر کارت لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوې نېټه وغځوي.

تر اوو میلیونو ډېر افغانان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې کډوال دي.