ایران کې د دوو افغان وروڼو اعدام: ''زه د خپلو لوڼو راتلونکي ته ډېر اندېښمن یم''

    • Author, مامون دُرانی
    • دنده, بي‌بي‌سي

"موری، دعاوې کوه، دا ورځ راتله، پوروړو ته ووایه که مې زامنو وس پیدا کړ پور به مو پرې کړي، که نه، نو ماته دې بخښنه وکړئ".

دا د ۴۰ کلن نور محمد د وروستیو خبرو یوه برخه ده، چې تېر کال (۲۰۲۴) په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د شاوخوا ۸۰ اعدام شویو افغانانو له ډلې یو و.

د هغه وروستۍ خبرې له خپلې مور، حُسن بي بي سره د کورنۍ د یوه غړي لخوا ثبت او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې هغه مهال په خواله رسنیو کې په پراخه کچه لاس پر لاس شوې.

سره له دې چې نور محمد د نشه‌ يي توکو د قاچاق تور منلی و، خو د خواله رسنیو ډېری کاروونکي د نوموړي د لوڼو په اړه د هغه د اندېښنو له امله اغېزمن شول او د ایران له خوا د افغان زندانیانو پرلپسې اعدامونه یې وغندل.

هغه د خپلو لوڼو په اړه ویلي‌ وو: "مورې، زما د لوڼو خیال وساته د دوی لپاره له ښو کورنیو سړي پیدا کړه، چې واده ورسره وکړي."

همداراز، د حُسن بي بي سره هم ډېرو خواخوږی وښووله. دا یوه اویا کلنه کونډه ده چې په تېرو شپږو کلونو کې یې دوه زامن په ایران کې اعدام او یو لمسی یې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

د نیمروز ولایت ځینې اوسېدونکي د ایران له پولې سره د نژدېوالي، سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د مافیايي شبکو د نفوذ له امله چې د قاچاقي لارو د کنټرول لپاره د پیسو، زور یا له تېرایستلو کار اخلي، د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي، چې دا کار یې د ایران د سختو قوانینو او اعدامونو له خطر سره مخ کوي.

حُسن بي بي، چې د افغانستان د نیمروز ولایت اوسېدونکې ده مني چې نور محمد ناسمه لاره ټاکلې وه، خو د دې په خبره دا یوازې د هغه پورونو بار وو، چې پر اوږو یې پروت وو او د پرې کولو لپاره یې دا ناسمه لار ونیوه:

"زوی مې زموږ او د خپلو اولادونو لپاره دا کار وکړ، موټر یې په پور اخیستی وو، خلکو مشوره ورکړې وه، چې د نشه يي توکو په قاچاق سره به خپل د موټر پور ادا او هم به اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي."

حُسن بي بي زیاتوي: "که خبره وای زوی مې داسې کار ته لاس اچولی، چې پایله یې مرګ او د کورنۍ د بربادۍ لامل کېږي، هېڅکله مې هم هغه نه پرېښود، خو هغه ماته په دې اړه څه نه ویل. "

خو په هغه جرم، چې د دې مېرمنې زوی اعدام شوی، ایران وايي د دې کړنو له کبله د تاریاک، هیرویین او میتامفتامین په څېر نشه‌يي توکو ته په هېواد کې د ځوانانو لاسرسی اسانه شوی او د روږدو کسانو شمېر شاوخوا پنځه میلیون ته رسېدلی دی.

خو حُسن بي بي په دې باور ده، چې د هغې مشر زوی او لمسی په ناحقه تورن شوي دي. نوموړې وايي زوی یې د یوه نیول شوي قاچاقبر د درواغجنو اعترافونو او مالوماتو پر بنسټ تورن شوی و او لمسی یې بیا د خپل یو ټولګیوال لخوا تېرایستل شوی، چې د ایران حکومت د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم کړی دی.

بي بي سي ته مالومه شوې، چې د ایران حکومت د دغې کورنۍ غړي د دوه نیم - دوه نیم کیلو کرېسټال (میتامفتامین) قاچاق په تور نیولي وو، چې د ایران د قانون له مخې کوم کسان، چې تر دوه کیلو زیات نشه‌يي توکو د قاچاق هڅه وکړي باید اعدام شي.

د کورنۍ غړي ولې د ټیلیفوني مکالمې ثبتول غوره وګڼل؟

حُسن بي بي وايي، د زامنو تر مړینې وروسته درې کونډې مېرمنې او ۱۷ یتیمان ترې پاتې دي، چې له هغوی نه د پنځو ماشومانو او یوې کونډې پالنه حُسن بي بي کوي. د لاسي صنايعو جوړول او د نور محمد د زوی د ګاډو وینځل یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده.

"کله خواړه وي، کله نه وي. موږ په کرایي کور کې اوسېږو، د برېښنا بیلونه او نور مصارف ډېر په سخته پرې کوو."

دغه عمر خوړلې مور، چې د خپلو دوو زامنو جنازې یې د سترګو پر وړاندې خاورو ته سپارلې وايي: "سخته لا څنګه وي؟ هم مې زامن لاړل، هم مې د سر سایوان (خاوند) لاړ اوس در په دره ورته ناسته یم."

نور محمد په وروستیو خبرو کې په دې شرمندګي ښودلې وه، چې د پور له بار سره مري.

د کورنۍ یو غړی یې وايي د دې ټیلیفوني مکالمې ثبت او شریکولو موخه یې دا وه، چې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او طالبانو ته پیغام ورسوي چې د نور محمد په قضیه کې مداخله وکړي.

حُسن بي بي وايي زوی یې دوه کاله بندي‌ و او هغه مهال یې له طالبانو نه د خوشې کولو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د نور محمد زوی ۱۶ کلن امیر محمد وايي: "زموږ سره هېڅ هم نه وو، خو انا مې له دوستانو پیسې پور او له کندهار نه تر کابل پورې منډې ووهلې. په ایران کې د افغانستان سفارت ته ورغله، خو هر چا یوازې دروغجنې ژمنې ورکولې، تر هغو چې زموږ پلار اعدام شو."

د نور محمد د ژغورنې لپاره د کورنۍ هڅې ناکامې شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېرکال (۲۰۲۴ اګست) له ایرانه وغوښتل، چې په هغه هېواد کې په اعدام محکوم شوي افغانان افغانستان ته وسپاري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هغه مهال ویلي وو: "زموږ غوښتنه دا ده، چې له افغان بندیانو سره احتیاط وشي او د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو سره په همغږۍ دغه بندیان افغانستان ته را انتقال شي، څو دلته د افغانستان د قوانینو له مخې هغوی خپله سزا وویني. "

د ۲۰۲۴ کال د مې میاشت کې، هغه شپه، چې باید نور محمد اعدام شوی وای، د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي چورلکه نسکوره شوه.

د همدې پېښې له امله، د ایران حکومت د دوو میاشتو لپاره اعدامونه وځنډول، پرته له هغو کسانو چې د قتل په تور محکوم شوي وو.

امیر محمد وايي، د وروستۍ لیدنې پر مهال یې پلار له خپلو وروڼو وغوښتل چې ولاړ شي او ایراني قاضیانو ته زارۍ او د رحم غوښتنه وکړي، خو نور محمد بیا هم د سپتمبر په میاشت کې اعدام شو.

تر دې وړاندې، کورنۍ یې له یوه ایراني وکیل سره په دې هیله اړیکه نیولې وه، چې د اعدام سزا به د بند په سزا بدله کړي، خو امیر وايي هغه ترې د اووه میلیارده ریال (۸۵۰۰ امریکايي ډالرو) د فیس غوښتنه کړې وه.

حُسن بي بي، چې نه غواړي په اعدام د محکوم شوي لمسي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي هغه بې ګناه دی او دا، چې مدافع وکیل یې نه درلود ځکه نو د اعدام سره مخ دی.

دغه مېرمن وايي، لمسی یې د پوهنتون محصل و او یوه ټولګیوال یې د خپلې خور لپاره د کالیو یوه بسته ورکړې وه، خو د ایران پوله‌ساتو د پلټنې پر مهال پکې نشه‌يي توکي وموندل، چې لمسی یې ترې ناخبره و.

په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام زیاتوالی

د ایران د بشري حقونو د بنسټ مشر محمود امیرمقدم وايي: "هغه کسان چې د نشه‌يي توکو په تور نیول کېږي، د انقلاب محکمې له خوا یوازې په څو دقیقو کې محاکمه کېږي، او په لومړیو پړاوونو کې هېڅوک مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري."

نوموړی وايي کېدای شي د ځینو کسانو لپاره وکیل په کاغذونو کې ښودل شوی وي، خو په عمل کې هغوی له دغه حق نه بې‌برخې پاتې شوي دي.

په انقره کې مېشت یو بل حقوقپوه موسی برزین وايي، دا سخت چلند اکثر د کوچنیو قاچاق‌ وړونکو پر ضد کېږي، نه د لویو شبکو پر وړاندې: " ایران اوس دا مني چې دا تګلاره ناکامه وه، ځکه له سختو سزاوو سره، لا هم د نشه‌يي توکو ستونزه دوام لري. "

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال کې د سپټمبر میاشتې پورې د هیڅ افغان اعدام نه و ثبت شوی، خو وروسته په ۳۵ ورځو کې پنځه افغانان اعدام شول.

د یاد سازمان شمېرې ښيي چې په ایران کې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵۶ کسان (له ۱۶ افغانانو سره)، په ۲۰۲۳ کال کې ۴۷۱ کسان (له ۲۵ افغانانو سره)، او په ۲۰۲۴ کال کې ۵۰۳ کسان (له ۸۰ افغانانو سره) اعدام شوي، چې ډېری یې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم وو.

د محمود امیرمقدم په وینا، دغه ډراماتیک زیاتوالی له دې ځایه راځي، چې ایراني چارواکي پوهیږي، چې د افغان زندانیانو اعدام په کور دننه او افغانستان کې ورته سرخوږی نه جوړوي او پر وړاندې یې هیڅ غبرګون نشته.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له ۲۰۲۱ راهیسې په ایران کې د اعدامونو ډېرښت د نشه‌يي توکو پر ضد د سیاستونو له بدلون سره تړاو لري، چې دا بدلون د رئیسي له ولسمشر کېدو او د حسيني له خوا د قضايي قوې له مشر کېدو وروسته رامنځته شوی دی.

دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو څرګندونې ارزولي، چې پکې د ۲۰۱۷ د قانون اصلاحات نیوکه شوي او د اعدام سزا پراخه کارونې غوښتنه شوې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې د ایران د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې قانون کې بدلون

په ۲۰۱۷ کال کې، ایران د نشه یي توکو پر وړاندي خپلو قوانینو کې مهم بدلونونه راوستل، چې موخه یې په ځانګړي ډول د اعدام د سزاګانو راکمول او د نرمو سزاوو ټاکل ول. دا بدلونونه د ایران د پارلمان له لوري تصویب او د قضايي ادارو له خوا پلي شول.

تر دې اصلاحاتو وړاندې، که څوک له پنځو کیلوګرامه زیات دودیز نشه یې توکو (لکه تاریاک) یا له ۵۰ ګرامه زیات صنعتي نشه یې توکي (لکه میټامفټامین) ساتلو یا قاچاق هڅه وکړي‌، نو د اعدام سزا به ورته ټاکل کېده.

خو له اصلاحاتو وروسته، دا حدود لوړ شول. د بیلګې په ډول، د دودیزو نشه یې توکو لپاره دا حد ۵۰ کیلوګرامه او د صنعتي نشه یې توکو لپاره ۲ کیلوګرامه وټاکل شو.

قانونپوه او د ایران د وکیلانو د ټولنې غړی محمد حسین اقاسي وايي، که د تورن کس لومړی ځل وي، امکان لري چې د شرایطو له مخې د اعدام سزا په عمري بند بدله شي.

دا اصلاحات، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ عملي شوي وو، د مخدره موادو اړوند اعدامونو کې د پام وړ کموالی راوستی و.

د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د راپورونو پر بنسټ، ایران هر کال له ۹۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې اعدامونه ترسره کړي، چې ډېری یې د مخدره موادو اړوند جرمونه وو او له چین وروسته ایران دویم هېواد و چې تر ټولو زیات اعدامونه یې کول.

نور محمد د خپلو لوڼو په اړه ډېر اندېښمن و او خپلې مور ته وروستیو خبرو کې ویل:"مورې! زما پر لوڼو پام کوه، یو ښه کورنۍ ورته پیدا کړه او هلته یې واده کړه."