تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاریس پارالمپيک سیالو څخه کوم هېواد ډېر مډالونه وګټل؟ افغان لوبغاړي څومره ښه وځلېدل؟
- Author, خوشحال تائب
- دنده, بي بي سي
د پاریس پارالمپیک سیالۍ چې د اګست په ۲۸مه د پرانیستې له مراسمو سره پیل شوې، او د سپټمبر تر اتمې نېټې یې دوام وکړ، پکې د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۲۲ بېلابېلو ورزشونو څه باندې ۴۰۰۰ ورزشکارانو په ۵۴۹ سیالیو کې ګډون وکړ.
تر وروستۍ ورځې د چین هېواد لوبغاړي تر نورو زیات ښه وځلېدل. چینایانو د ۹۴ سرو زرو، ۷۵ سپینو زرو او ۵۰ د ژېړو مډالونو په تر لاسه کولو سره لومړی ځای خپل کړی دی.
د بریتانیا لوبغاړو د ۴۹ سرو زرو، ۴۴ سپینو او ۳۱ د ژېړو مډالونه وګټل او دویم ځای یې خپل کړ.
د امریکا متحده ایالت او هالنډ په ترتیب سره دریم او څلورم ځایونه ونیول.
په سږنیو اولمپیک سیالیو کې له افغانستان څخه یوازې یوه لوبغاړي ابراهیم دانشي ګډون کړی و. ابراهیم دانشي د پارا تکواندو په برخه کې د ۴۴ کیلوګرامه وزن سیالۍ کې له خپل تایواني سیاله ۷-۳۷ ماتې وخوړه.
خو نورو افغان لوبغاړو لکه عباس کریمي او ذکیه خدا دادي د امریکا او کډوالو لوبډلو له لارې په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.
افغان لامبو وهونکی عباس کریمي چې د امریکا د لامبو وهنې په لوبډله کې ولوبېد، د پارالمپیک په سیالیو کې د سپینو زرو دوه مډالونه وګټل.
عباس د پاریس د پارالمپیک لوبو د لامبو وهلو په برخه کې د ۲۰۰ مترو ټیمي سیالۍ په برخه کې دویم مقام خپل کړ.
ښاغلی کریمي د ۱۶ کالو و، چې له افغانستان څخه ترکیې ته کډوال شو، وروسته امریکا ته لاړ او په ۲۰۲۲م کال کې یې د امریکا تابعیت واخيست.
دغه راز د پارا تکواندو په برخه کې ذکیه خدا دادي چې د کډوالو په لوبډله کې ولوبېده وتوانېده چې د ژېړو مډال وګټي. ذکیه خدا دادي د کډوالو په لوبډلې کې لومړنۍ لوبغاړې شوه چې دا ویاړ یې په برخه شو.
اغلې خدا دادي د توکیو په پارالمپیک سیالیو کې هم له افغانستان څخه ګډون کړی و، خو هغه مهال یې کوم مډال و نه ګاټه او په ۲۰۲۰ کال کې فرانسې ته کډواله شوې وه.
د ۲۰۲۴ کال پاریس پارالمپیک سیالیو کې پر لوبغاړو سربېره د افغانستان یو شمېر نورو ورزشي څېرو هم ګډون کړی و.
د افغانستان نړیوال لوبڅار استاد علي رحیمي چې له استرالیا څخه یې د پاریس په پارالمپیک لوبو کې ګډون کړی و، د تکواندو د نړیوال فدراسیون د پارا تکوانډو کمېټې مشر او د پاریس په پارالمپیک لوبو کې د پاراکواندو عمومي مدیر استاد عثمان دلدار او استاد شفیع رستمي عزیز په دې لوبو کې د لومړي افغان لوبڅار یا ریفري په توګه ګډون کړی و.
د ۲۰۲۲ کال المپیک او پارالمپیک سیالیو ته بېلابېل امنیتي او د تنظیم چارو تدبیرونه نیول شوي وو، چې لګښت یې نهه میلیارده یورو اټکل شوی وو.