تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پارالمپیک مشال د انګرېز تنګي د تونل له لارې پاریس ته لېږدول کېږي
پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک یا د معلولانو تر منځ د سیالیو لپاره جوړ شوی مشال له انګلنډه د انګرېز تنګي تونل له لارې پاریس ته لېږدول کېږي.
د دغه مشال لمبه له 'سټوک مانډيویل' سیمې واخیستل شوه چې د پارالمپيک غورځنګ د رامنځته کېدو ځای دی او له دغه مشال سره د پاریس لوبو پرانیسته کېږي.
پرون یکشنبه ۲۴ بریتانوي ورزشکاران له فولکستونه د تونل له لارې واوښتل او ۲۴ نور فرانسوي ورزش کوونکي د مشال د لېږدولو لپاره ورسره یو ځای شول.
د فرانسې سواحلو ته په رسېدو سره به دا مشال په ۱۲ نورو مشالونو وېشل کېږي، چې په ټوله فرانسه کې به ګرځول کېږي.
د ګیلفورډ په نوم د کښتیو ځغلولو کلب غړې هېلين رینسفورد له ګریګر ایون سره په ګډه مشال روښانه کړ.
مېرمن رینسفورد معلولانو له لوري د کښتۍ ځغلونې په برخه کې د پارالمپیک لوبو لومړنۍ اتله وه، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې دا ورزش په بیجینګ کې پیل کړ. داسې حال کې چې ښاغلي ایوان درې ځله ولچیر کې پارالمپیک لوبو کې ګډون کړی.
دا مشال به د نورو ځایونونو تر څنګ لیون ښار ته چې د فوټبال یوولسو سیالیو کوربتوب به کوي او لوریان ښار ته چې پارالمپیک کې یې د بېړۍ چلوونکي دیمین سګوین پر مټ دوه ځله د سرو زرو مډالونه ګټلي، لېږدول کېږي.
لوی مشال به چې یوه لوی توپ ته ورته دی هغه وخت روښانه کېږي، چې ټول دولس مشالونه د اګست پر ۲۸مه بېرته پاریس ښار ته راستانه شي او یوولس ورځنۍ سیالۍ پکې ترسره شي.
دغه لوبې د سپټمبر تر اتمې نېټې دوام کوي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۲۲ بېلابېلو ورزشونو څه باندې ۴۰۰۰ ورزشکاران پکې په ۵۴۹ سیالیو کې ګډون کوي او مډالونه به ګټي.
سټوک ماندیویل د د پارالمپیک د ټولو مشالونو د تل پاتې روښنايۍ ځای دی؛ هغسې چې د المپیک مشال د یونان په اولمپیا کې روښانه شوی و.
په ۱۹۴۸ کال کې سیر لودویګ ګاتمن د سټوک مندویل سیالۍ جوړې کړې. دا سیالۍ په ویلچیر کې د ورزشکارانو تر منځ وې او په همدې ورځ لندن کې د المپیک سیالیو له پرانیستې مراسمو سره یو ځای ترسره شوې.