تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې اوربند هوکړه حساس پړاو ته رسېدلې
- Author, پاول اډمز
- دنده, په بیت المقدس کې د بي بي سي دیپلوماتیک چارو خبریال
پر شنبه (د مارچ لومړنۍ) په غزه کې د اوربند لومړی پړاو پای ته رسېدلی. د دې لومړي پړاو په ۴۲ ورځنۍ موده کې چې د جنورۍ له ۱۹مې پیل شوی و، بې باوري، هيلې، غم او غوسه هر څه وو، خو هغه څه هم وشول، چې باید شوي وای. یرغمل شوي ژوندي اسرائیلیان خوشي شول، د مړو جسدونه وسپارل شول او فلسطیني زندانیان ازاد شول.
خو د دویم پړاو لپاره، چې د پاتې ژوندو یرغملو خوشي کول او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل پکې شامل دي، ایله مذاکرات پیل شوي دي. د جمعې پر ورځ د مصر پلازمېنه قاهره کې خبرې پیل شوې، خو د همدې ورځې پر مازدیګر اسرايئلی پلاوی بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
په رپوټونو کې ویل شوي، مذاکرات به له ''یو څه واټن'' سره پیل شي او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو به د شپې ناوخته د پلاوي له غړو، استخباراتي ادارو له مشرانو او وزیرانو سره سلا- مشورې وکړي. د داسې غونډې خبره عادي نه ده، خو د شنبې تر سهار ناوخته پورې د دې غونډې په هکله هېڅ ډول جزیات نه دي ورکړل شوي.
په ظاهره داسې ښکاري، چې اسرائیل به غواړي اوسنی پړاو تر شپږو نورو اونیو پورې وغځوي، چې نور یرغمل یې خوشي شي، فلسطیني زندانیان ازاد کړي او ځواکونه یې له غزې و نه وځي.
اسرائیل حکومت ټینګار کوي، چې حماس چې د اکتوبر ۷مې د بریدونو مسوولیت لري او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړي وو، وسله پر ځمکه کېږدي او په غزه تړانګه کې باید هېڅ ډول مسوولیت و نه لري. اسرائیل دغه راز تر اوسه پورې د غزې او مصر تر منځ د فلاډلفیا دهلېز هم نه دی پرې ایښي، چې باید تر شنبې پورې ترې وتلي وای.
د جمعې پر ورځ د یوه اسرائیلي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی له لوري خبریالانو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''موږ به د حماس قاتلینو ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ د پولو په شاوخوا کې له ټوپکو او پک اپ ګاډو سره وګرځي او موږ به دوي ته اجازه نه ورکوو، چې د قاچاق له لارې یو ځل بیا وسلې ومومي.''
د داسې نامعلومو اعلامیو په هکله معمولا ګومان کېږي، چې د اسرائیل لومړي وزیر له دفتره مخامخ استول کېږي.
تېر دوبي د اوربند ټینګښت لپاره روانې هڅې له هغه وروسته نیمګړې پاتې شوې، چې لومړي وزیر نتنیاهو د فلاډلفیا دهلیز سره د ځواکونو پر ساتلو ټینګار کاوه.
د جمعې پر شپه بیا حماس ټینګار وکړ، چې دوی به تر هغې پورې د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه و نه کړي، چې امریکايي، قطري او مصري منځګړو بالاخره د دویم پړاو پیلېدو تضمین نه وي کړی. داسې ښکاري چې که حماس په غزه کې د لوېدیځې غاړې فلسطیني چارواکو په ګډون ورځنۍ چارې ځايي ادارې ته وسپاري غوښتنه به یې دا وي، چې په غزه کې د یوه ځواک په توګه پاتې شي.
مصر بیا د ولسمشر ټرمپ د هغه پلان د بدیل په توګه د غزې بیارغاونې پر یوه پلان کار کوي، چې ویلي یې و، له دې سیمې باید ټول ملکي خلک وایستل شي. خو لویدیځ دیپلوماتان بیا په دې هکله ډېر هیله من نه دي، چې ګواکې دغه پلان به چې تمه کېږي، راتلونکې سې شنبه به د عرب لیګ په غونډه کې برالا شي، د حکومتولۍ او امنیت په برخه کې هومره وړتیا ولري، چې اسرائیل یې غواړي.
دا یوه مهمه شېبه ده.
په اسرائیل کې د تېرو اونیو له احساساتي شېبو سره داسې انتظار هم کېږي، چې ژوندي پاتې نور ۲۴ یرغمل شوي کسان به هم خوشي شي. د ۳۹ نورو په هکله بیا ګومان دا دی، چې مړه شوي دي.
له کرکجن او غوسې ډک پروپاګند سره سره چې د دې هېواد په هر ګوټ کې روان دی، اسرائیلیان د دې ټولو کسانو خوشي کېدو تمه کوي.
که اوسنی روان بهیر په ټپه درېږي، حماس او خپل حکومت ته به د دې خلکو غوسه نوره زیاته شي. په دې لړ کې وار له مخه په لارو کوڅو کې یو شمېر احتجاجونه پلان شوي دي.
په دې کې د شنبې شپې هغه احتجاجي غونډه هم شامله ده، چې د تل ابیب په هغه ځای کې بلل شوې، چې اسرائیلیان یې اوس د یرغملو میدان په نامه پېژني. د نادرکه کسانو کورنیو فورم (ایچ کیو) لخوا دې غونډې لپاره پر استول شوي بلنلیک دا جمله لیکل شوې: ''موږ د هوکړې پر ۵۰مه ورځ د ټولو پاتې ۵۹ یرغملو ستنېدلو غوښتنه کوو. زموږ لپاره همدا اوس د نیکمرغۍ یوازینې کړکۍ پرانیسې ده – بله به و نه لرو.''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم د مذاکراتو کامیابۍ په غوښتنه کې خپل غږ شامل کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې ''د جوړجاړي ماتېدو مخنیوي کې خپلې هڅې و نه سپموي.''
پراخ باور دا دی، چې یا ژر یا وروسته به دا جګړه یو ځل بیا پيل شي. دا به د یرغملو او هغو دوه میلیونو فلسطینیانو لپاره یوه تیاره سیناریو وي، چې غواړي د نازکې سولې په دې شېبو کې په غزه کې یو ځل بیا خپل ژوند پیل کړي. په داسې یو ځای کې چې اوسېدونکي یې د خپلو وژل شویو خپلوانو جسدونه ان په تش لاس له کنډوالو راباسي د یوې داسې جګړې بیا پیل چې زرګونه خلکو پکې ژوند بایللی، بوږنونکی دی.
د غزې په منځ کې هغه سیمې چې تر اوسه پکې د جګړې له کبله خورا ناوړه زیان نه دی اوښتی، ښايي د جګړې له بیا پیل سره ډېر زیان وویني او د ځمکې په دې ځپل شوې تړانګه کې به ژوند کول ورسره لا ګران شي.