د رحم د غاړې سرطان واکسین څه دی او څوک یې ترلاسه کولی شي؟

واکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړنې ښیي چې د رحم د غاړې سرطان واکسین چې د HPV واکسین په نوم هم پېژندل کېږي، کولی شي د دې ناروغۍ پیښې نژدې ۹۰ سلنه کمې کړي.

د رحم د خولې سرطان په نړۍ کې د ښځو په منځ کې د سرطان څلورم عام ډول دی، چې هر کال له ۳۰۰۰۰۰ څخه زیاتې ښځې وژني.

واکسین څنګه د سرطان د ۹ ډولونو لپاره وقایه ده؟

د رحم د غاړې سرطان واکسین د هغو نهه ډوله سرطانونو پر وړاندې وقایوي بڼه لري چې د HPV عفونت له امله رامنځ ته کېږي.

له دې ډولونو چې دا یې محافظت کوي، دوه یې د رحم د سرطان نژدې ټولو پېښو لامل کېږي، هغه چې د مقعد سرطان ډېری پېښې رامنځ ته کوي، د تناسلي الو سرطان او د سر او غاړې سرطان.

څېړنو ښودلې چې واکسین لږترلږه د لسو کلونو لپاره د رحم د سرطان وېروس د عفوني کېدو پر وړاندې د خوندیتوب چاره مخته وړي، که څه هم کارپوهان تمه لري چې محافظت به ډېر اوږد وي.

واکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړنې ښیي چې دا د رحم د سرطان پېښې نژدې ۹۰ سلنه کموي.

څوک واکسین ترلاسه کولی شي؟

واکسین هغه وخت ښه کار کوي کله یې چې هلکان او نجونې له عفونت دمخه ترلاسه کړي، ځکه چې واکسین د عفونت مخه نیسي او د وېروس له کشفېدا وروسته د وېروس له شره بدن نه شي خلاصولی.

دا وېروسونه دومره خواره دي چې ان په جنسي توګه له فعالېدا مخکې یې پر وړاندې ماشومان هم واکسین کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي واکسین د یو یا دوه ډوزونو په توګه ورکول کېدی شي. دغه سازمان زیاتوي هغه خلک چې د معافیت سیستم یې ضعیف وي باید دوه یا درې ډوزونه واخلي.

د HPV عفونت څه شی دی؟

HPV د وېروسونو د خورا عام ګروپ نوم دی.

د HPV له ۱۰۰ څخه ډېر ډولونه شته او عفونت معمولا نښې نښانې نه رامنځ ته کوي، که څه هم ځینې ډولونه کولی شي د تڼاکو راختلو لامل شي چې ښايي ستاسو په لاسونو، پښو، تناسلي برخو یا ستاسو په خوله کې ښکاره شي.

د رحم سرطان

په هر صورت، ډېری خلک نه پوهېږي چې دوی په ناروغۍ اخته دي او د دوی بدن به له درملنې پرته له وېروس خلاص شي.

له بلې خوا، د لوړ خطر HPV ځینې ډولونه کولی شي د انساجو غیر معمولي ودې لامل شي چې کولی شي د سرطان وګرځي.

څوک په HPV اخته کېږي او دا د جنسي تماس له لارې لېږدول کېږي؟

پرې اخته کېدل خورا اسانه دي، ډېر ساري دی او د نژدې پوستکي تماس له لارې خپرېږي.

تر ۸۰ سلنې پورې خلک په ۲۵ کلنۍ کې په HPV اخته کېږي.

په ډېری مواردو کې، خلک له ۱۸ میاشتو تر دوو کلونو پورې پرې اخته کېږي.

په تخنیکي توګه، دا داسې ناروغي نه ده چې د جنسي مقاربت له لارې انتقالېږي؛ ځکه چې دا د جنسي مایعاتو له لارې نه خپرېږي، په هماغه طریقه لکه دسوزک په څېر ناروغۍ چې خپرېږي.

په هرصورت، دا ډېری وختونه د لمس کولو په ګډون د جنسي تماس پرمهال لېږدول کېږي

د HPV واکسین په ټوله نړۍ کې څومره پراخه دی؟

واکسین

د عکس سرچینه، JARUN011

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د رحم د سرطان له امله نژدې ۹۰ سلنه مړینې په ټیټ او متوسط عايد لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي.

په دې هېوادونو کې، د رحم سرطان اکثرا تر هغه پورې نه پېژندل کېږي چې پرمختګ یې نه وي کړی او نښې یې لا ډېرې شوې نه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې دوی غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د HPV واکسین ۹۰ سلنه پوښښ ترلاسه کولو سره "په روانه پېړۍ کې" دا ناروغي له منځه یوسي.

دوی وايي چې شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو اوس د HPV واکسین معرفي کړي.

که څه هم ښکاري چې واکسین د رحم د سرطان د پراختیا امکانات د پام وړ کموي، دا د HPV ټولو ډولونو پر وړاندې محافظت نه کوي.