عمران خان: پولیسو مې استوګنځی کلابند کړی، ښايي بیا ونیول شم

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې پولیسو یې استوګنځي کلابند کړی او ښايي ونیول شي.
هغه لیکلي "دا مې ښايي تر بل ځل نیول کېدو وړاندې وروستی ټویټ وي."
نوموړي د ټویټر له دغه پوست سره د خپل ګوند غړو او پلویانو ته یو ویډیويي پیغام هم خپور کړی.
عمران خان د سترې محکمې په حکم تر خوشې کېدو وروسته د لاهور په زمان پارک کې په خپل استوګنځي کې دی.
د بي بي سي 'ترهب اصغر' چې دې سیمې ته ورغلی وايي، د زمان پارک شاوخوا د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر موټرونه لیدل کېږي.
د یادونې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر 'عامر میر' نن چارشنبه یوې خبري غونډې ته خبرو کې ادعا کړې وه، چې له ۳۰ تر ۴۰ داسې کسانو زمان پارک کې د عمران خان استوګنځي کې پناه اخیستې، چې د ده په وینا لاهور کې د احتجاج پر مهال پر پوځي تاسیساتو بریدونو کې ښکېل دي.
هغه دا ګواښ هم کړی و چې که دغه کسان په ۲۴ ساعتونو کې دننه دننه پولیسو ته ونه سپارل شي، دوی به ګام پورته کړي.
خو د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فرخ حبیب بیا دا ادعا کړې او ویلي و، چې که پولیس زمان پارک ته ورشي دوی چمتو دي چې د عمران خان د استوګنځي د کتلو زمینه ورته برابره کړي.
هغه ویلي و دغلته څوک نه دي پټ شوي، او دا چې دوی به چا ته د تشو تورونو له مخې د عمران خان پر استوګنځي د برید اجازه ورنه کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر په داسې حال کې د بیا نیول کېدو اندېښنه ښودلې، چې د اسلام اباد لوړې محکمې دوو قضیو کې د عمران خان لنډمهاله ضمانت د مې میاشتې تر ۳۱مې وغځاوه.
عمران خان نور څه وویل؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان وايي، دی وېریږي ځکه پاکستان د 'تباهۍ' پر لار روان دی او دا چې که اوس له عقل کار وانخیستل شي، نو د نوموړي په وینا داسې ځای ته به ورسېږي چې څوک به یې ټوټي هم راټولې نشي کړای.
هغه د پاکستان دېموکراتیک غورځنګ په نامه واکمن اېتلاف تورن کړ چې ګوندې د خپل فساد د پټولو هڅې کوي او دغو هڅو یې پوځ او د ده تحریک انصاف ګوند یو بل ته مخامخ درولي دي.
عمران خان وویل "دغه خلک [پي ډي ایم] په بریالیتوب هغه کار کوي، چې ختیځ پاکستان [اوسني بنګله دېش] کې وشو. د مجیب الرحمن ګوند د رڼو او شفافو ټاکنو پایله کې له ټولو د ستر ګوند په توګه رامخ ته شو. خو ټاکنې چا ونه منلې. هغه کس چې غوښتل دی لومړی وزیر شي، د پاکستان تر ټولو ستر ګوند پوځ سره وجنګاوه – نن دغه کار پي ډي ایم کوي."
نوموړي دا هم وویل چې دی د پوځ چارو کې د مداخلې هوډ نه لري او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې هر ځای د پوځ دفاع کړې.
پر پوځي تاسیساتو بریدونه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
هغه د وروستیو احتجاجونو پر ورانکارۍ د ده د ګوند تورنېدو ته په اشارې زیاته کړه، چې له هېڅ ډول څېړنو پرته ناڅاپه پرېکړه شوې، چې "دا هر څه تحریک انصاف کړي او دا یو ترهګر ګوند دی."
عمران خان وویل د ګوند ۷۵۰۰ غړي یې نیول شوي.
د پي ټي ای مشر وايي محکمې ته به عریضه وکړي چې د می پر نهمه د ده تر نیول کېدو وروسته د رامنځته شویو پېښو څېړنې لپاره یوه قضايي کمېټه جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې چارشنبه تر دې وړاندې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر یو ځل بیا د مې نهمه 'توره ورځ' وبلله او زیاته یې کړه، چې پر دې ورځ 'ولس ته پر سپکاوي کوونکو' به خامخا عدالت پلی کېږي.
هغه دا څرګندونې د سیالکوټ پوځي قراردګاه د لیدنې پر مهال کړې.
عاصم منیر وویل باید ډاډمنه شي پر دغو کسانو عدالت پلی کېږي چې راتلونکې کې څوک د منظم پلان له مخې داسې چاره ترسره نه کړي.











