اوچا: ژمي کې د هرات زلزله ځپلو سره مرستو لپاره نږدې ۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې 'اوچا' په یوه تازه رپوټ کې چې د خپلې بڼې لومړنی هغه یې بللی، په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو خلکو سره د خیریه بنسټونو لخوا د شویو مرستو جزییات په ډاګه کړي.

دې ادارې همدا راز ویلي چې لا هم څه کم اویا میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې په ژمي کې پرې له اړمنو خلکو سره مرستې وشي.

اوچا وايي په ټوله کې ۵۱۳ کلي د زلزله له امله زیانمن شوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۱۵ سوه او د ټپیانو دوه زره ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي له ۵۱۳ زیانمو شویو کلیو څخه له ۴۷۹ کلیو سره مرستې شوې، ۷ زره ۳ سوه کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوې، ۱۰۳ زرکونو کسانو باندې خوراکي توکي ویشل شوي او ۴۳ زرو کسانو ته سرپناه برابره شوې ده.

اوچا ویلي دا مرستې د اکتوبر میاشتې له اومې تر ۲۴ نېټې شوې دي.

دا اداره وايي د هرات له زلزله ځپلو سره مرستو لپاره له ژمنه شویو پیسو نه ۲۴ اعشاریه ۳ میلیونو ډالر د اکتوبر میاشتې تر ۲۴ ترلاسه شوي خو په ژمي کې له اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۹ اعشاریه ۳ میلیونو نورو ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې دا پیسې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به پرې له یو سل او ۱۴ زرو کسانو سره د اړینو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشي.

په دغه رپوټ کې چې اوچا په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه د خپلې بڼې لومړنی بللی، ویل شوي چې خیریه بنسټونو هم پر شاخوا ۷ زره ۳ سوه کورنیو یو اعشاریه نهه میلیونه ډالر نغدي مرسته ویشلې او ترڅنګ یې له ۳۹۴ کلیو سره یو اندازه نورې مرستې هم کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د اکتوبر میاشتې له اومې تر پنځلسمې نیټې پورې دریو ځواکمنو زلزلو هرات ولایت او شاخوا سیمې وړلزولې چې له امله یې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړ شول.

اوچا همدا راز د دغو زلزلو د ځاني زیانونو په اړه ویلي، دوی موندلې ده چې په لومړیو دوو زلزلو کې چې د اکتوبر پر اومه او یولسمه وشوې، ۱۴۸۰ کسان مړه شوي او ۱۹۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې ۴۳ زره کسان له دغو زلزلو په مستقیم ډول زیانمن شوي او ډېر زیانونه هم د هرات په انجیل او زنده جان ولسوالیو کې اوښتي دي.

ویل شوي چې د زیانمنو شویو له نیمايي ډېر د انجیل ولسوالۍ دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ شوي او په ټوله کې د ښوونځیو، روغتونونو، او نورو خدماتو د وړاندې کولو د ادارو د ودانیو په ګډون ۲۱ زره ۳۰۰ ودانیو ته زیان اوښتی دی.

اوچا ویلي چې په دغو ولسوالیو کې د اوبو رسولو سیستم هم زیانمن شوی چې له لامله یې د نس ناستې په څېر د ساري ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.