غزې جګړه؛ نتنیاهو وايي، که امریکا د وسلې ورکول ودروي اسرائیل به په یوازې سر جګړه وکړي

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي، که اړتیا شي نو ځواکونه به یې یوازې په غزه کې پوځي عملیاتو ته لا زور ورکړي.

د هغه دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې راځي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې امریکا اسرائیل ته هغه بمونه نه ورکوي چې په رفح کې يې په عملیاتو کې وکاروي.

اسرائیلو ته د امریکا د پوځي مهماتو د یوې جوپې له ځنډېدو او د امریکا د ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته چې ګنې اسرائیلو ته په رفح کې د کارېدو لپاره بمونه نه ورکوي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د پوځي عملیاتو د دوام هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې چمتو دی د اړتیا پر مهال یوازې او حتی په تش لاس پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

نتانیاهو دا څرګندونې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي ویډیويي بیان کې کړې دی وايي:

"موږ د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې یو، ۷۶ کاله وړاندې د خپلواکۍ په جګړه کې موږ د ډېرو په مقابل کې لږ وو. وسلې مو نه درلودې. پر اسراییلو د وسلو مشروط بندیز و، خو په ډېر قوت او زړورتیا موږ بریالي وو. موږ نن ډیر پیاوړي یو او د خپلو دښمنانو او هغوی په مقابل کې چې غواړي موږ له منځه یوسي دفاع ته متحد یو. که اړتیا شي چې یوازې پاتې شو، نو یوازې به ودرېږو. ما ویلي چې که اړتیا شي نو په تش لاس به وجنګېږو".

د هغه دا څرګندونې د ولسمشر بایډن له هغه تایید یوه ورځ وروسته راځي چې ویلي یې وو امریکا اسرائیل ته د هغو وسلو د لېږد مخه نیولې چې کېدی شي په رفح ښار کې په لوی برید کې وکارېږي. ولسمشر بایډن ویلي وو چې که اسرائیل رفح لاندې کړي د نورو مهماتو او وسلو ورکړه به هم ودروي.

اسراییل وايي رفح ښار د حماس وروستی لوی مرکز دی او ادعا کوي چې د ځمکې لاندې تونلونه په کې دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د رفح په سیمه کې یرغل به اسراییلو ته نور زیان ورسوي:

"په رفح کې لوی پوځي عملیات به په نړۍ کې د اسراییل موقف نور هم کمزوری کړي، په سیمه کې به يې له خپلو هغو ملګرو سره واټن ډېر کړي، چې هغوی هم د حماس د ماتې لیدل غواړي او تمه يې ده چې د حماس ځای په غزه کې یو بل حکومت جوړښت ونیسي".

فلسطيني رسنیو هم راپور ورکړی چې حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد ډلو پر اسرائیلي ځواکونو تازه بریدونه کړي.

ملګري ملتونه وايي، له اتیا زرو ډېرو وګړي په تېرو څو ورځو کې پر رفح د اسرائیل د هوايي ګوزارونو له سختېدو سره له رفح څخه وتلي. دغه بنسټ بیا بیا خبرداری ورکړی چې په رفح کې له یوه مېلیون ډېرو وګړو ته خواړه او تېل هم په خلاصېدو دي ځکه ورڅېرمه لارې یې تړل شوې.

دا ټول داسې مهال دي چې په قاهره کې د حماس او اسرائیلو تر منځ درې ورځنۍ غیرمستقیمې خبرې هم له کوم تړون پرته پای ته ورسېدې او حماس وايي چې نتانیاهو د سولې او اوربند معاملې ته لېوال نه دی.