تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه کې نن د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو رایه اچونه کېږي
په ترکیه کې نن خلک د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په لړ کې رایه ورکوي. اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان پکې د حکومت مخالفې ټلوالې نوماند کمال کیلیچدار اوغلو سره مخامخ دی.
په لومړي پړاو کې ښاغلی اردوغان تر نورو مخکې و خو دا چې د ټولو رایو له نیمو یې نه وې خپلې کړې، ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.
دواړو نوماندانو په دویم پړاو کې د بري ډاډ ښودلی.
دا ټاکنې د ترکیې پر وخت سهار اته بجې پیلېږي او مازدیګر پنځه بجې به بندېږي. په نوره نړۍ کې د ترکانو د رایو اچول پای ته رسېدلي دي.
رجب طیب اردوغان تېره شل کاله د ترکیې ولسمشر پاتې شوی. په ترکیه کې د بیو لوړوالی او د ژوندانه لګښتونه لوړ شوي دي.
په لومړي پړاو کې د رایه اچولو کچه ۸۸٫۸ سلنه ښودل شوې وه او اردوغان پکې له کیلیچدار اوغلو نژدې ۲٫۵ میلیون رایې مخکې و.
د دواړو نوماندانو سترګې پر هغو پاتې اتو میلیونو رایو دي چې په لومړي پړاو کې صندقونو ته نه وې اچول شوې، خو دا ځل به پر تېرو رایو ور اضافه کېږي.
تر دویم پړاو رایو پیلېدا مخکې کیلیچدار اوغلو پر اردوغان تور ولګاوه چې ګنې رایه اچوونکو ته یې د ده د متني پیغامونو استولوو مخه نیولې، حال دا چې د ردوغان پیغامونه خپلو رایه اچوونکو ته دوام لري.
پر دغو ټاکنو نړیوال څارونکي هم د درغلۍ د مخنیوي لپاره ولاړ دي.
اردوغان په ۲۰۱۶ کې له ناکامې کودتا راپدېخوا خپل واکونه ډېر کړل او کودتا کې د ګډون په تور یې لسګونه زره کسان ونیول او رسنۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.
اردوغان د شنبې په ورځ په ۱۹۶۰ کال تر کودتا وروسته د اعدام شوي لومړي وزیر قبر ته ورغی، خو دغه زیارت یو سمبولیک عمل وبلل شو.
اردوغان وویل "د کودتاګانو او پوځي شوراګانو وخت تېر شوی" دی.
له اردوغان سره د محافظه کارو دیني او ملي شخصیتونو ملاتړ مل دی، خو د هغه سیال کیلیچدار اوغلو بیا د سیکولرانو له ملاتړه برخمن دی، چې دوی کې هم ډېر ملتپال کسان شته.
په تېر کې دواړو نوماندانو پر یو بل یو لړ تورونه ولګول؛ کیلیچدار خپل سیال اردوغان په بې زړه توب تورن کړ چې ګنې له رڼو ټاکنو وېرېږي، خو مقابل کې یې اردوغان پر خپل سیال تور ولګاوه چې د "ترهګرو" تر څنګ ولاړ دی، چې ښکاره نغوته (اشاره) یې کردي وسله والو ته وه.