اوونیز بحث: د اردوغان بيا ټاکنه، په ترکيه او سيمه يې اغېز

ترکیه کې د یکشنبې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ولسمشر رجب تایب اردوغان وګټلې او په دې توګه هغه د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه په واک کې پاتې کېږي، خو دا ځل له زیات واک سره. په راتلونکې کې به د ترکیې نظام ریاستي وي یانې واک به له ولسمشر سره وي.

په بحث کې پر دې غږېږو چې د ښاغلي اردوغان بیا ټاکنه به ترکیې او سیمې ته څه ورپه برخه کړي؟

د خپرونې مېلمانه د اسلام اباد اسلامیه پوهنتون پروفیسور ډاکتر منصور اکبر کوندي او کابل کې د ترکي چارو کارپوه مطیع الله الهام دي.

د بحث کوربه سپين تڼی دی.