د ترکیې اپوزېسیون؛ د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د یوه نوماند ملا تړي

    • Author, روبرټ ګرینال
    • دنده, بي بي سي نیوز

د ترکیې اپوزېسیون ګوندونو هوکړه کړې چې په راتلونکې مې میاشت کې به د ولسمشرۍ ټاکنو ته د یوه نوماند ملا تړي.

کمال قليچدار اوغلو چې د سیکولر اپوزېسیون ګوند مشر دی، د ولسي جمهوري ګوند کیڼ اړخو یوازېنی نوماند دی. په پام کې ده چې د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴مه وشي.‌

نظرپوښتنې ښيي چې د اردوغان له دوه لسیزې واکمنۍ وروسته د ټاکنیزو سیالیو لپاره رایې په لوړه کچه سره وېشل شوې دي.

د تېرو ټاکنو پرتله ښايي راتلونکو ټاکنو کې د تېرې میاشتې د زلزلې په تړاو د تېروتنو او اقتصادي کړکېچ له کبله ښايي لا ډېر کمزوری شي.

د ښاغلي قليچدار اوغلو پلویانو د هغه د نومول کېدو جشنونه وکړل.

کمال قلیچدار تر نوماندېدو وروسته وویل، که ولسمشر شو، د شپږو واړږ ملاتړو ګوندونو مشران به یې مرستیالان وي.

دا شپږ ګوندونه (د ولسي جمهوري ګوند مشران، ښه ګوند،‌ سعادت ګوند،‌ دیموکرات ګوند، مستقبل ګوند، د دیموکراسۍ او پرمختګ ګوند) دي.

۷۴ کلن اوغلو ولسمشرۍ ته د شپږو ګوندونو د ټلوالې یوازېنی نوماند دی.

قليچدار اوغلو په ترکي رسنیو کې د "ګاندي کمال" په نامه شهرت لري؛ ځکه چې د ده او د هند مدني حقونو د مشر ګاندي ترمنځ ورته والی پکې ویني.

کمال قلیچدار اوغلو څوک دی؟

کمال قلیچدار اوغلو د ۱۹۴۸ کال د ډیسمبر پر ۱۷مه، د ترکیې ختیځ تونګلي په ناظمیه سیمه کې زیږېدلی.‌ کورنۍ یې علوي الاصله ده چې له ایران سره تړاو لري.

د پلار نوم یې قمر خان دی خو په ۱۹۵۰ کال یې خپل لقب له خان نه قلیچدار اوغلو ته اړولی.

کمال د قلیچدار کورنۍ له اوو زامنو یو دی او دوه لوڼې لري.

قلیچدار اقتصاد او سوداګري لوستې ده.‌ په ۲۰۱۲ کال د نړیوال کمونیزم ګوند مرستیال وټاکل شو،‌ خو سیاست کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې ښکېل و.

دی په سیاست کې د معاصرې ترکیې د بنسټګر مصطفی کمال اتاتورک قانوني وارث ګڼي.‌

د ۲۰۱۴ کال اګسټ‌ کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو،‌ خو د عدالت او پراختیا ګوند د مشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې یې ماتې وخوړله. ‌

ده ژمنه کړې ده که بریالی شو، واکمني به یې د اجماع او سلا مشورې پر اصولو ولاړه وي.

رویټرز خبري اژانس د هغه له خولې ویلي "زموږ مېز د سولې مېز دی. یوازېنی هدف مو هېواد د هوساینې، سولې او خوښۍ لوري ته بېول دي".

ده دا هم ویلي چې د هېواد پارلماني نظام به بېرته را ژوندی کړي -هغه نظام چې رجب طیب اردوغان په ۲۰۱۸ کال پر ولسمشریز نظام واړاوه او ولسمشر ته یې بې‌حده صلاحیت ورکړ.

ولسي جمهوري ګوند د معاصرې ترکیې د بنسټګر مصطفی کمال اتاتورک په لاس جوړ شوی و چې د هېواد تر ټولو پخوانی سیاسي ګوند ګڼل کېږي.

دغه ګوند د تېرې پېړۍ له ۹۰مې لسیزې راهیسې د واک له مرکزي نقطې ګوښه ساتل شوی و.

خو قليچدار اوغلو وکړای شو چې د لږکیو ډلو په غېږ کې نیولو او ښي اړخو ګوندنو سره تر ټلوالېدو وروسته د خپل ګوند پلویان ډېر کړي.

ده د اردوغان پر وړاندې د یوه چمتو او مستعد سړي په بڼه ځان سیاست ته رامخې ته کړ.

د تېرې فبرورۍ زلزلې په اړه - چې تر ۴۵ ډېر کسان یې د ترکیې سوېل ختیځ کې ووژل - قليچدار اوغلو پر حکومت نیوکې او بریدونه وکړل چې په وینا یې فساد او د ودانیزو چارو ډېرو ټیټو معیارونو ته یې اجازه ورکړې ده.