د نیوزیلنډ خلاف د افغانستان بې ساري ښه بري ته غبرګونونه؛ "له دې بل غوره احساس نشو لرلی"

افغانستان په روان نړیوال جام کې د کرېکټ یوه بل عمده بشپړ غړیتوب لرونکی پیاوړی ټيم مات کړ دا ځل دا بری د شنبې په ورځ د (جون په اتمه) د نیوزیلنډ خلاف ثبت شو.

له بنګله دېش، شري لنکا، وېسټ انډیز، انګلنډ، پاکستان او ځينو نورو لوبډلو له ماتولو وروسته نیوزیلنډ ته په دومره ستر توپیر ماته د ډېرو افغانانو لپاره ځانګړی او تاریخي ځای لري.

همدې ته په کتو د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان دغه بري ته په غبرګون ویلي "له دې بري بل ښه احساس نشي لری او دا چې لوبډلې ښه ډله ییزه لوبه وکړه."

ښاغلي خان له دغې بري وروسته لوبغاړو ته هم خبرې کړي او ویلي یې دي "که مونږ ځانونه وپېژنو دغسې لوبډلې به افغانستان ته له نږدې کېدو ویره لري."

"د بري پر مهال له سترو خبرو او کبر ځان وساتئ"

د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان دا غټه بریا بللې او ویلي یې دي چې او مونږ باید لا ځان دومره باوري کړو چې هره لوبډله ماتولی شو.

هغه ویلي "که مونږ ځانونه ښه وپېژنو له دې لا سترې بریاووې خپلولی شو."

راشد خان همدا راز له مینه والو او لوبغاړو غوښتي چې "د بریا پر مهال له کبر او سترو خبرو ځان وساتي."

له دغې مهمې بریا وروسته د لوبغاړو تر څنګ د کرېکټ د مینه والو او تبصره کونکو احساس جلا دی او هغه چې په کرېکټ پوهېږي د افغان لوبډلې لوبه یې له هره اړخه ستایلې ده.

د افغانستان نامتو لوبغاړي رحمان الله ګوربز چې نن یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته وویل "مونږ له تېرو دریو کالونو راهیسې د تورو خولیو دغو هلکانو ته د ماتې ورکولو انتظار کاوه او ښه ده چې بالاخره نن دا ورځ را ورسېده ډېر زیات خوشحاله یم."

ګڼو نورو لوبغاړو هم د مبارکۍ تر څنګ خپل احساسات بیان کړي، د افغانستان پخواني لوبډلمشر او مشهور لوبغاړي محمد نبي ویلي "په لومړي ځل نیوزیلنډ ته ماته ورکول او هغه هم په دومره ستر توپیر تاریخي شېبې دي."

د هند پخواني لوبغاړي عرفان پټان بیا د افغان لوبغاړو ستاینې تر څنګ لیکلي چې که د افغانستان توپوهنه لا ښه شي لوبډله به یې د نړۍ له ډېرو خطرناکو او پیاوړو لوبډلو یوه وي.

هغه پخپله اېکس پاڼه لیکلي "د افغانستان توپ اچونه وار له مخه پیاوړي ده."

د دې تر څنګ په سیاسي ډګر کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نیوزیلنډ د کرېکټ په نړۍ کې د سر پياوړې لوبډله بللې او داسې لوبډلې ته ماتې ورکول یې د ډېرې ستاینې وړ بللې.

د ده تر څنګ بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې بري خوښي ښودلي او لوبډلې ته یې د لا بریاوو هیله کړي.

حامد کرزي پخپله اېکس پاڼه لیکلي " د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال شل آوریز جام سیالېو کې د نیوزیلند پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریا له امله ټولو هیوادوالو او د ملي ټیم لوبغاړو ته مبارکي وایم او په راتلونکو سیالېو کې ورته د بریاوو هیله لرم."

د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر هم د افغان لوبډلې دا بری ستره بریا بللې او د لوبډلې د لا بریاوو هیله یې کړي.

د ګیانا د ولسمشر مبارکي او روغبړ

اخوا د ګیانا ولسمشر چېرته چې دا لوبه کېده د لوبې له ختمېدو وروسته د افغان لوبغاړو خونې ته ورغلی او غاړه غاړۍ مبارکي یې ورکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لیکلي " د ګیانا ولسمشر ډاکټر عرفان علي د نیوزیلنډ پر وړاندې د افغان اتلانو غوره لوبه وستایله او هغوی ته یې د دې سترې بریا مبارکي ورکړه"

په ځینو ویډيوګانو کې ښکاریدل چې هغه او د ګیانا ګڼو نورو اوسیدونکو د افغان لوبډلې پر ښې لوبې خوښي کوله.

ګیانا د وېسټ انډيز یوه ټاپو ده چېرې چې د افغان لوبډلې دا لوبې کېږي.

د نیوزیلنډ له ماتولو وروسته اوس یوازې د اسټرالیا، هند او سویلي افریقا لوبډلې هغه لوبډلې دي چې د افغان لوبډلې له لاسه یې ماته نده لیدلي، که څه هم له هند سره یې درې ځلې لوبه برابره کړې ده.

له دې بري سره د افغان لوبډلې سترګې لا سرې شوي او مینه وال یې هم بل پړاو ته د وتلو بې صبرانه انتظار کوي.

د افغان لوبډلې بل پړاو (اتو غوره لوبډلو) ته د وتلو مزل هم ډېر ستونزمن نه ښکاري له پاتې دوه لوبو یې که یوه وګټي افغانستان به د نړیوال جام بل پړاو ته د وتلو بل تاریخ هم پخپل نوم کړي.

افغانستان به له دې تاريخي بریا وروسته د راتلونکي جمعې په ورځ له پاپو نیوګیني سره او له هغې وروسته د جون میاشتې په ۱۸مه نیټه به له کوربه وېسټ انډيز سره هم خپل زور ازمايي.