ابراهیم ځدراڼ وايي له سچن ټنډولکر یې الهام اخیستی

ابراهیم ځدراڼ لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره سلیزه وکړه. ابراهیم ځدراڼ او یو شمېر نورو لوبغاړو تر دې وړاندې په لوبو کې سلیزې کړي خو په نړیوال جام کې یې دا لومړنۍ هغه ده.

نوموړي د افغانستان له پاڼۍ وروسته په لنډو خبرو کې وویل، "زه په (نړیوال جام) کې د افغانستان د لومړۍ سلیزې په وهلو ښه احساس کوم. ما د دې نړیوال جام لپاره ډیر کار وکړ، ما غوښتل د پاکستان خلاف هم سلیزه ووهم خو هلته ونه توانېدم. کله چې ما له خپل مشر روزونکي سره خبرې کولې، ما ورته وویل زه احساس کوم چې زه به په راتلونکو درېیو لوبو کې سلیزه جوړوم او دا دی خپلې موخې ته ورسېدم."

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، "په نننۍ لوبه کې مو که لږ نوره ښه ملګرتيا کړې وای او ويکټې مو ساتلې وای، نو ۳۳۰ منډې مو کولای شوې، خو يو څو ويکټې مو له لاسه ورکړې. خو راشد په پای کې ښه لوبه وکړه."

له سچن ټنډولکر څخه الهام

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو پرون دوشنبه په هند کې له وتلي پخواني افسانوي ستوري سچن ټنډولکر سره هم کتلي وي. نوموړي ورسره خپلې تجربې هم شریکې کړې وې.

ابراهیم د دې لیدنې په اړه وايي، "ما پرون د هند له مخکېني کرېکټ ستوري سچن ټنډولکر سره ښې خبرې درلودې. هغه خپلې تجربې راسره شریکې کړې، ما له لوبې مخکې وویل زه به د سچن ټنډولکر په څېر توپ وهنه کوم. هغه ماته ډېره انرژي او اعتماد راکړ."

ابراهیم د افغانستان پیلیز لوبغاړی دی، چې تر دې دمه یې په د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې تر ټولو ډېرې منډې ۱۲۹ ناسوځېدلی ترسره کړې دي.

د اسټرالیا پر وړاندې د ابراهیم سلیزه، کمسارې بلل کېږي، تر دې وړاندې افغانستان د اسټرالیا سره په لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې اصغر افغان په ۲۰۱۲ کال کې ۶۶ منډې کړې وې.

ابراهیم ځدراڼ په روان نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې ۸۷ منډې کړې وې.