سرچینو بي بي سي ته ویلي د طالبانو حکومت فاروق اعظم نیولی

.

د عکس سرچینه، فاروق اعظم

د طالبانو حکومت کې دوه مهمو سرچینو بي بي سي ته منلې چې ډاکټر فاروق اعظم په کابل کې د "نظامي محکمې" په امر نیول شوی.

سرچینه وايي، هغه د شنبې پر ورځ کابل کې نیول شوی دی. پر خواله رسنیو داسې یو لیک لاس په لاس کېږي چې ښاغلی اعظم په کې خپل زوی ته د خپل زنداني کېدو خبر ورکوي. سرچینې بي بي سي ته د لیک تائید کړی. په لیک یادونه شوې " زه په توقیف کې یم زما موضوع د ښځو تعلیم، عصري علوم او د امر بالمعروف د قانون د کمزوریو په ګوته کول دي."

تر اوسه د طالبانو حکومت دا نه ده په ډاګه کړې چې نوموړی په کوم تور نیول شوی خو ځینو سرچینو ویلي، طالب مشران د هغه له وروستیو څرګندونو، په ځانګړې ډول د نجونو د زدکړو په اړه د هغه له ویناوو خوښ نه وو.

ډاکټر فاروق اعظم د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال کابل د غونډو پر وخت ان محمد اشرف غني ته مخامخ سختې خبرې کولې. ډېرو پر اعظم نیوکه کوله چې د طالبانو د تګلارو پلوي کوي. هغه هیله من و چې د طالبان واکمنېده به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او یوه ملي حکومت ته به لار پرانیزي. همدا وه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته لاړ او هلته یې حکومتي دنده ومنله.

فاروق اعظم د طالبانو حکومت کې د برېښنا وزارت سلاکار و. هغه د مجاهدینو په حکومت کې د کډوالو او د پوهنې وزیر هم پاتې شوی. ښاغلی اعظم لیکوال او شاعر هم دی. په مصر ، لبنان او بریتانیا کې یې زدکړې کړي.

نوموړی ۸۲ کلن دی او په افغانستان کې د جګړې له کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره لندن کې اوسېده.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم یو شمېر هغه کسان زنداني کړي چې د هغوی پر تګلارو یې نیوکې کولې. په دې وروستیو کې یو شمېر دیني عالمان هم له دې امله زنداني شوي وو چې په ویناو کې یې د طالبانو له کرښو پښه اړولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چې د نجونو د زده کړو په تړاو یې سختې څرګندونې کولې د جنورۍ میاشت کې له هېواده ووت. که څه هم له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه تګ رخصتي وبلله خو دا دی د څو میاشتو په تېرېدو نوموړی لا هم افغانستان ته نه دی ستون شوی.

د طالبانو غورځنګ ځیني پلویان وايي، د دوی د حکومت بڼه "امارت" دی او دا چې د امیر د امرونو او دریځونو خلاف څه ویل جواز نه لري. نورو ته بیا په اسلامي ټولنو کې د وینا ازادي " اسلامي ارزښت" دی او وايي په تاریخي ډول اسلامي امیرانو د خلکو نیوکو ته غوږ ایښي او هغوی ته یې د خبرو موکه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده وايي د ده په مشرۍ افغانستان کې واکمن نظام د اسلامي شریعت له مخې چلېږي، هغه دوه کاله وړاندې په یوه وینا کې ویلي وو د اسلام پر سر له هیچا سره جوړ، جاړی نه کوي او په خبره یې چې یو کفري قانون به هم په افغانستان کې ځای پیدا نه کړي.

ښاغلي اخوند زاده په دغه هېواد کې د داسې یوه اسلامي حکومت جوړول د مسلمانانو دنده بللې، چې په خبره یې "پر مظلومانو رحم او پرظالمانو قهر وکړي، د مسلمانانو امنیت و ساتي، د هغوی شرعي حقوق ور کړي، شرعي حدود جاري کړي او عدالت پرځای کړي."

هغه افغانستان کې اوسنی نظام د الله لوی نعمت بللی او له خلکو یې غوښتي چې ترشاه یې ودریږي.

د طالبانو په مشرتابه یوه نیوکه دا ده چې له نورې اسلامي نړۍ جلا په سختدریځي ډول اسلام تعریفوي او همدا ده چې د ښځو پر زدکړو او د وینا پر ازادیو یو شمېر محدودیتونه لیدل کېږي.