کرېکټ: افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې د لسو لوبغاړو په له لاسه ورکولو بنګله‌ېش ته ۲۳۶ منډې هدف وټاکه. افغان کرېکټ لوبډلې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

که څه افغان لوبډلې د لوبې په لومړیو لس اوورونو کې یوازې ۳۶ منډې وکړې او څلور مهم لوبغاړي یې له لاسه ورکړل، خو د محمد نبي تجربې او د لوبډلمشر حشمت شهیدي مسؤلیت منلو لوبه وغځوله.

حشمت شهیدي د پنځوسیزې تر جوړولو وروسته وسوځېد خومحمد نبي بیا خپله وېکټ د ۸۴ منډو تر جوړولو وروسته له لاسه ورکړه.

د بنګله دېش له خوا په توپ اچونه کې مصتفیض الرحمن او تسکین احمد هر یوه څلور څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

نن د افغان لوبډلې پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګوربز او صدیق الله اتل وو.

صدیق اتل وروسته تر هغه د پیلیز لوبغاړي په توګه لوبډلې کې شامل شو، چې ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیاتو له کبله لوبه نه شي کولای.

د افغان لوبډلې په ننني سکواډ کې حشمت شهیدي، رحمن الله ګوربز، صدیق الله اتل، محمد نبي، رحمت شاه، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، راشد خان، فضل الحق فاروقي، الله محمد غضنفر او ننګیال خروټی شامل دي.

د دواړو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې په شارجه کې پلان دي، د نومبر پر شپږمه، نهمه او ۱۱مه د دغو لوبو کوربتوب د افغانستان کرېکټ بورډ کوي.

د افغان ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت شهیدي د دغو لوبو له پیل یوه ورځ مخکې د سې شنبې پر ورځ په خبري غونډه کې ویلي و، "دغې لوبلړۍ ته یې لوبډله ښه چمتو ده او له تېرو لسو ورځو راهیسې یې شارجه کې د تمرینونو ښه لړۍ درلوده."

هغه شارجه لوبغالی تاریخي وباله او وايي افغان لوبډلې مهمې او ښې سیالۍ پکې ګټلې دي.