د افغانستان کرېکټ بورډ بنګله دېش سره یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله راتلونکې (نومبر) میاشت له بنګله دېش سره د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې درې یو ورځنۍ لوبې کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي د نومبر پر شپږمه او وروستۍ د همدې میاشتې پر ۱۱مه کېږي.

افغان کرېکټ بورډ نن (سې شنبه) دغو لوبو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوي نوملړ کې د لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي، رحمت شاه، راشد خان، محمد نبي، ګلبدین نایب، رحمن الله ګوربز، اکرام علي خېل، صدیق اتل، عبدالمالک، ریاض حسن، نور احمد، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزي، فضل الحق فاروقي، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او فرید ملک نومونه شامل دي.

کرېکټ بورډ وايي، ابراهیم ځدراڼ، چې د تېره میاشت یې د ښنګري عملیات کړی، لا نه دی رغېدلی او د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ کې به ونه شي لوبېدای.

همدا راز ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن ته هم په لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی. هغه د ښي لاس عملیات کړی او ټپ یې لا نه دی رغېدلی.

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه ۱۶ یو ورځنۍ لوبې کړې، چې ۱۰ یې بنګله دېش او شپږ افغانستان ګټلې دي.

د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو په نوې درجه بندۍ کې بنګله دېش اتم ځای او افغانستان نهم ځای لري.

خو بنګله دېش ۴۰ لوبې کړې او افغانستان ۳۴ سیالۍ ترسره کړې دي.

په ټوله کې د افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو شمېر تر هغو لوبډلو کم دی چې په نوملړ کې تر افغانستان مخکې دي.

د افغانستان الف لوبډله د اېمرجېنګ اسیا جام نیمه پایلوبې ته ووته

که څه هم هانګ کانګ نن (سې شنبه) د اېمرجېنګ اسیا جام په ګروپي لوبو کې افغان الف (ابدالیان) لوبډلې ته ماته ورکړه خو افغانستان د خپلو دوو مخکنیو لوبو په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی.

افغان ابدالیان لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ اتلولیو کې خپله وروستۍ ګروپي لوبه په اسانه هانګ کانګ ته وبایلله.

د دې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي ګټلې وه او خپله یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه، خو لوبډله یې د یوه ښه هدف په ټاکلو کې پاتې راغله.

افغان لوبډلې نننۍ لوبې لپاره په لوبډله کې څلور بدلونونه راوستي وو.

د افغانستان د الف لوبډلې ټول لوبغاړي نن د وروستي اوور تر پنځم بال په داسې حال کې اوټ شول چې یوازې ۱۳۱ منډې یې جوړې کړې وې.

هانګ کانګ دغه هدف په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په اوټېدو پوره کړ.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان لومړۍ ماته او د هانګ کانګ لومړۍ بریا وه.