کرېکټ؛ افغانستان له سوېلي افریقا د یوه ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (جمعه) د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې له سوېلي افریقا د درې یوه ورځنیو لوبو دویمه لوبه د ۱۷۷ منډو په توپیر وګټله. له دې سره افغانستان د لوبو دا لړۍ هم د صفر په مقابل کې په دوو بریاوو خپله کړه.

د نن لوبې پچه افغانستان وګټله، لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د څلورو وېکټو په زیان سره یې ۳۱۱ منډې وکړې او سوېلې افریقا ته یې د ۳۱۲ منډو لوی هدف وټاکه.

سوېلې افریقا لوبډلې بیا د لوبې په ۳۴ اعشاریه دوه اوورونو کې د ټولو وېکټو په زیان سره ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه یې افغانستان ته په ۱۷۷ منډو وبایلله.

د سویلي افریقا له لوري ټیمبا بیوفیوما د ۳۸ منډو له جوړولو وروسته د عظمت الله عمرزي په توپ د محمد نبي په لاس کېچ اوټ شو او له هغه وروسته د سوېلي افریقا لوبغاړي یو په بل پسې له لوبې بهر شول.

ټوني دي زورزي د سویلي افریقا یوازینی لوبغاړ و، چې له بیوفیوما وروسته یې دوه عدده (۳۱) منډې وکړې. د سوېلي افریقا ۷ لوبغاړي و نه توانېدل چې د خپلو منډو شمېر دوو عددونو ته ورسوي.

د بالینګ یا توپ اچوونې په برخه کې راشد خان چې نن یې کلیزه هم وه ۵ او ننګیال خروټي ۴ وېکټې ترلاسه کړې. عظمت الله عمرزي هم یوه وېکټه ترلاسه کړه.

راشد خان د نننۍ لوبې مېن اف د مېچ وبلل شو. راشد خان د پنځو وېکټو په بدل کې ایله ۱۹ منډې ورکړې او ننګیال خروټي د څلورو وېکټو بدل کې یوازې ۲۶ منډې ورکړې.

د افغانستان په منډو کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۵ منډې او دغه راز له ۵۰ توپونونو د عظمت الله عمرزي ترلاسه کړې ۸۶ منډې هم شاملې وې.

رحمان الله ګوربز او ریاض حسن د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. ریاض حسن د افغانستان لومړنی لوبغاړی و، چې له ۴۵ توپونو یې ۲۹ منډې ترلاسه کړې او وسوځېد. له ده وروسته رحمت شاه له رحمان الله ګوربز سره د ملګرتیا لپاره د لوبې ډګر ته ووت.

رحمان الله ګوربز له سویلي افریقا کې سره دویمه ورځنۍ لوبه کې سلیزه بشپړه کړه. ګوربز د لوبې په ۳۳ اوور کې له ۱۰۷ توپونو ۱۰۳ منډې تر لاسه کړې. ګوربز د سلیزې پوره کولو تر مهاله درې شپږیزې او نهه څلوریزې ووهلې.

نوموړي له ریاض حسن سره په شریکه لوبه پیل کړه او وروسته یې د رحمت شاه په ملګرتیا د ۳۳ اوورونو ترلوبې پورې یې ۱۸۶ شریکې منډې وکړې. ریاض د ۲۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د ۱۰۵ منډو له جوړولو وروسته رحمان الله ګوربز وسوځېد او پر ځای عظمت الله عمرزی له رحمت شاه سره د ملګرتیا لپاره د لوبې ډګر ته ووت.

د لوبې په ۳۹ اوور کې رحمت شاه هم له ۶۳ توپونونو ۵۰ منډې وکړې او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. پر همدې ۵۰ منډو د رحمت شاه له سوځېدو وروسته محمد نبي لوبه پيل کړه او د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

رحمان الله ګوربز، ریاض حسن، رحمت شاه، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر او فضل حق فاروقي د حشمت الله شهیدي په لوبډلشمرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره لوبه وکړه.

په نننۍ لوبه کې د ګلبدین نائب پر ځای اکرام علي خېل ته د لوبېدو فرصت ورکړل شوی و.

د افغانستان په کوربتوب د دې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې چې وړمه ورځ (چارشنبه) په همدغه شارجه لوبغالي کې وشوه، افغان لوبډلې سوېلي افریقا ته په شپږو وېکټو نسبتآ ستره ماته ورکړه.

دا لومړی ځل و چې افغانستان د کرېکټ په یوه لوبه کې سوېلي افریقا ماته کړه.‌ د دې لوبلړۍ وروستۍ سیالي د راتلونکې یکشنبې پر ورځ کېږي.‌

د یادونې چې د سوېلي افریقا کرېکټ بورډ پنجشنبه په یوه اعلامیه کې د هغو نیوکو او غوښتنو په ځواب کې چې د طالبانو حکومت لخوا دې له ښځو سره د ناوړه چلن له کبله له افغانستان سره کرېکټ نه کوي وویل، افغانستان سره دوه اړخیز کرېکټ ته دوام ورکوي.‌

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د طالبانو د کړنو لپاره د افغانستان د کرېکټ نارینه لوبډلې ته په سزا ورکولو باور نه لري.