د اسرائیلو پوځ وایي د مصر او غزې تر منځ د رفح پولې کنټرول یې تر لاسه کړی
د اسرائیلو پوځ راډیو اعلان کړی چې د دوی ځمکنیو ځواکونو د رفح پولې واک په لاس کې اخیستی چې غزې سوېل او مصر سره ګډه پوله لري.
مصري چارواکو په دې سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځیانو حضور خبر ورکړی چې د ټانکونو ملاتړ هم ورسره دی.
دوی ویلي، د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو داسې ښکاري چې د اسرائیلو عملیات محدود وي.
له هغه څو ساعته وروسته چې اسرائیلو له حماس سره د اوربند موافقه رد کړه، اسرائیلو د شپې پرله پسې بمبارۍ وکړې.
اسرائیلو ویلي، د حماس شرطونه یې د هېواد له غوښتنو سره سم نه دي، خو د نورو خبرو لپاره به قاهرې ته یو پلاوی واستوي.
د فلسطین د یوه روغتون کارکوونکي وایي، د تېرې شپې په بریدونو او بمباریو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
وروسته تر هغه چې د اسرائیلو پوځ له مصر سره د رفح پولې د فلسطیني برخې واک تر لاسه کولو اعلان وکړ، د غزې د پولو ادارې ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پوله د غزې له لوري د اسرائیلي ټانکونو د شتون له امله تړل شوې ده.
د مرستو او بشري مرستو درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي، د مرستو رسولو بهیر ګډوډ شوی دی.
ملګري ملتونه: پر رفح د اسرائیلو ځمکنی یرغل د زغم وړ نه دی

د عکس سرچینه، EPA
بل پلو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریېش ویلي، پر رفح د اسرائیلو ځمکنی برید به د زغم وړ نه وي.
هغه پر اسرائیلو او حماس غږ کړی چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره "یو بل ګام" اوچت کړي.
اردن ویلي، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په رفح بمبارۍ ته په دوام ورکولو سره د اوربند د موافقې امکان له خطر سره مخ کوي.
د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو او د هغوی ملاتړو د لاریون او اعتراضونو له لارې د اوربند او له فلسطیني بندیانو سره د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده.
په سیمه کې د بي بي سي خبريال وايي، د حماس د اوربند تړون ښاغلی نتنياهو په سياسي کړکېچ کې راګېر کړی دی، که د امريکا ولسمشر جوبایډن یې دې کار ته اړ کړي، ښايي د خپل حکومت د بقا او د امريکا د مهم ملاتړ تر منځ یو غوراوی ولري.
د غزې په نورو برخو کې د اسرائیلو بریدونه
د حماس طبي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.
په غزه کې د حماس طبي چارواکي وايي، د تېرې ورځې او شپې په بریدونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د حماس د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزه کې د اسرائیلو د جګړې په پایله کې د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر ۳۴۷۸۹ تنو ته رسېدلی دی.












