قاهره کې د اوربند خبرې؛ لسګونه زره اسرائیلیانو تل ابیب کې مظاهرې وکړې

د عکس سرچینه، AMIR LEVY
غزه کې د یوه شوني اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو خبرې نن (يکشنبې) هم د مصر په پلازمېنه قاهره کې دوام مومي. د حماس چارواکي وايي پرونیو خبرو کې کوم پرمختګ نه و، خو نن د خبرو اترو یو نوی پړاو پیلېږي.
په لسګونو زره اسرائیلیان د شنبې په ماښام راټول شوي او د اوربند د خبرو اترو له بشپړېدو دمخه د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو لپاره د یوې موافقې غوښتنه کوي.
په تل ابیب کې لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې "جګړه سپېڅلې نه ده، ژوند سپېڅلی دی" او ځینو د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړ چې په غزه کې د جګړې د اوږدولو په هڅه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د حماس یوه پلاوي په مصر کې له منځګړو سره وکتل.
غورځنګ راپور ورکړ چې کوم نوي پرمختګونه نه دي شوي، مګر زیاته یې کړه چې د یکشنبې په ورځ به د خبرو "یو نوی پړاو پیل شي".
د چارو څارونکي وايي د پرمختګ یو لړ نښې نښانې تر سترګو شوې. قطري، امریکايي او مصر ي چارواکي د شخړې د دواړو غاړو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خبرې په مثبته فضا کې روانې دي. له دغو خوشبینیو سره سره پرون د خبرو په بهیر کې نوې پرمختیا نه وه خو هیله بښونکې بیا دا وه چې د خبرو د یو بل پړاو په پیلولو سلا وشوه او ټاکل شوې نن پیل شي.
حماس وايي مرکچي پلاوی یې له مصري او قطري منځګړو سره ګوري او د هغوی وړاندیز به په بشپړ جدیت واوري.
پخوانی اسرائیلی مرکچي ګېرشان بسکین چې وړاندې یې د اسرائیلو په استازیتوب له حماس سره خبرې کړې وايي، خبرو اترو کې د سي ای اې د مشر وېلیم برنز حضور په دې مانا کېدای شي چې د یوې معاملې تمه کېږي، خو د معاملې پر جزییاتو لا هم کار روان دی.
دی وايي "د هغه (وېلیم برنز) حضور یقینا دې له پاره دی چې د وړاندیز د منلو له پاره پر حماس د لا نور فشار راوستو لپاره له مصریانو سره کار وکړي. خو جزییات لا پاتې او ستونزه هم په همدغو جزییاتو کې ده. یانې همدا جزییات ستونزمنې موضوعګانې دي."

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی بسکین ټینګار کوي چې د خبرو اترو بریالیتوب د ځینو کلیدي موضوعګانو پر هوارېدو پورې تړلی دی.
په وینایې "یو څه چې حماس له پاره سره کرښه او بیا اسرائیلو له پاره د نه منلو وه، هغه د جګړې د ختمولو ژمنتیا ده. دویم د غزې د شمال او سوېل ترمنځ د بې ځایه شویو فلسطنیانو ازاد تګ راتګ دی، چې اسراییلو تر اوسه نه ده منلې. درېیمه ستونزمنه موضوع به فلسطیني بندیانو پرېښودل وي."
خو حماس دا هم ویلی چې د اسرائیلي حکومت له لوري رفح کې پر پوځي عملیاتو ټینګار د اوربند د هوکړې پر مخ پروت یو خنډ دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وړاندې ویلي وو ان که پر اوربند هوکړه وشي بیا هم اسرائیل به رفح کې د پوځی عملیاتو خپل پلان پر مخ بیايي.
امریکایي چارواکو رفح کې د اسرائیلو د پوځي عملباتو د پلان ملاتړ نه دی کړی، خو سره له دې، په داسې حال کې چې په غزه کې د یوه شوني اوربند په تړاو، په مصر کې خبرې روانې دي اسرائیلو پر رفحې نوي بریدونه کړي.










