په غزه کې د دوو يرغمل شويو وګړو نوې ويډيو خپره شوې

يرغمل

د عکس سرچینه، HOSTAGE VIDEO

حماس په غزه کې د دوو نورو يرغمل شويو وګړو نوې ويډيو خپره کړې چې ښيي دغه کسان ژوندي دي.

په دغه ويډيو کې ۶۴ کلن کیت سیګل او ۴۶ کلن امري میران، د اسرائیلو له حکومته غواړي چې له حماس سره اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون هوکړه وکړي.

دا ويډيو چې د ثبت کېدو نېټه يې نه ده معلومه يو يرغمل وګړی اومري ميران وايي، له ۲۰۰ ورځو راهيسې د حماس په منګولو کې دی او بل يرغمل کيت سيګل په خپلو خبرو کې د پسح رخصتۍ ته اشاره کوي، له دې جوتېږي چې ويډيو په دې وروستیو کې ثبت شوې ده.

دواړه يرغمل شوي کسان د اکټوبر پر اوومه د حماس خونړيو بريدونو کې د دغې ډلې ځواکونو لاس ته ورغلي وو.

د ويډيو له خپرېدو وروسته د يرغمل شويو کسانو کورنيو د اسرائيلو له حکومته غوښتي چې د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره دې يوې نوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلی سيګل امريکایی تابعيت لري او له خپلې مېرمنې اويوا سره يو ځای تښتول شوی و. مېرمن يې په نومبر کې د لنډمهاله اوربند په ترڅ کې خوشي شوه.

د دغو يرغمل شويو وګړو د ويډيو له خپرېدو وروسته اويوا په يوه ويډيويي پيغام کې وويل، "کيت، زه له تاسره مينه لرم او هڅه به وکړم چې بېرته راشي."

د يرغمل کورنۍ

د عکس سرچینه، HOSTAGES FAMILIES FORUM HEADQUARTERS

د کيت لور ايلان هم په دغه ويډيو کې ويلي، "د پلار ليدو مې موږ ټولو ته دا په ياد کړه چې بايد ژر تر ژره يوې هوکړې ته ورسېږو او ټول يرغمل شوي بېرته کور ته راستانه کړو."

نوموړې زياتوي، "زه د هېواد له مشرانو غواړم چې دا ويډيو وګوري او داسې فکر وکړي چې خپل پلار يې د مرستې غوښتنه کوي."

د کیت بلې لور شيري هم د خپل پلار د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د بل يرغمل اومري ميران پلار دني ميران هم د شبنې په شپه په تل ابيب کې د لاريون پر مهال د يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو لپاره د سملاسي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

په يوه احساساتي وينا کې نوموړي په نتنياهو او د حکومت پر ښي اړخو افراطي چارواکو غږ وکړ چې د يرغمل شويو د خلاصون لپاره يوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي وويل، د دواړو ملتونو لپاره له وينې تويولو پرته يو كوچنى ګام پورته كړئ، "د اسرائيلو ټول خلك او د نړۍ ټول ملتونه غواړي چې د وينو تويولو او په ځانګړې توګه د خلكو د كړاوونو پاى ته رسولو په لټه كې شئ."

په عيني حال بيا د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که له حماس سره د پاتې یرغملو کسانو د راخوشې کولو په اړه جوړجاړی وشي، د غزې پر سوېلي ښار، رفح، پتیېل شوی پوځي چپاو ځنډول کېدی شي.