تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اېکس (ټوېټر) له بنديز دوې مياشتې وروسته پاکستان وايي، دې خواله رسنۍ یې 'ملي امنیت ته خطر رامنځته کړی و'
د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکو د پلازمېنې عالي محکمې ته په یوه رپوټ کې ویلي، پر خواله رسنۍ اېکس (مخکیني ټویټر) بندیز لګول ځکه اړین و، چې له دې رسنۍ د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي کې د پاکستان له حکومت سره له همکارۍ ډډه کړې.
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال افتخار خان په خپل رپوټ کې وايي، پاکستان حکومت پر اېکس له بندیز دوې مياشتې وروسته په رسمي توګه د دغه بنديز دفاع کړې ده۔
پاکستان کې د اېکس شبکه له ټولټاکنو وروسته هغه مهال تړل شوې وه چې د تحريک انصاف پاکستان په ګډون یو شمېر سياسي ګوندونو د ټاکنو پايلو پر ضد احتجاجونه پېل کړي وو.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، محکمه باید هغه عریضه و نه مني، چې پاکستان کې د دې خواله رسنۍ د غیر فعالولو پر ضد یادې محکمې ته وړاندې شوې ده.
د یادونې ده، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له نیمايي راهیسې په پاکستان کې اېکس خواله رسنۍ خورا لږ فعاله لیدل شوې.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په هغه رپوټ کې چې پر اېکس د بندیز لېرې کولو عریضې په مخالفت کې د اسلام اباد عالي محکمې ته وړاندې کړی، راغلي دي: ''اېکس نه خو پاکستان کې راجستر دی، نه هم د پاکستاني قوانینو د مراعتولو په هوکړه کې ګډون لري، او د اېکس له دریځه د ناوړه ګټې اخیستنې لړ کې یې هم د پاکستان له حکومت سره له همکارۍ ډډه کړې او له همدې کبله پر اېکس بندیز لګول اړینه چاره وه.''
د کورنیو چارو وزارت په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، ''د عریضه کوونکي هېڅ بنسټیز حق تر پښو نه دی لاندې شوی، پر اېکس د بندیز پر ضد عریضه له قانون او واقعیتونو سره په ټکر کې ده، ځکه نو د محکمې د تعقیب وړ نه ده.''
پاکستاني چارواکي وايي، پر دې خواله رسنۍ د پاکستان ملي امنیت او نظم ته په پام سره بندیز لګول شوی.
په دغه رپوټ کې راغلي چې له اېکس مسوولینو غوښتل شوي وو، چې د پاکستان قاضي القضات پر ضد پروپاګند کوونکي حسابونه باید وتړل شي، خو د یادې رسنۍ مسوولینو ''نه یوازې د پاکستان سایبري جرمونو مخنیوي ادارې غوښتنه له پامه وغورځوله، بلکې هېڅ ځواب یې ورنکړ، د همکارۍ نه کولو له کبله له حکومت سره پر اېکس د موقت بندیز لګولو پرته بله لار نه وه، د پاکستان کورنیو چارو وزارت د څارګرو ادارو غوښتنې ته په پام سره د اېکس بندولو امر وکړ.''
څومره پاکستانیان اېکس کاروي؟
پاکستان کې د ډیجیټل حقونو مبارزې تنظیم (بولو بهي) مشر او خبریال اسامه خلجي وايي، د فېسبوک او ټېک ټاک په څېر نورو خواله رسنیو د کاروونکو ۸۰ میلیونه پاکستانیانو پرتله د اېکس کاروونکو پاکستانیانو شمېر خورا لږ یانې ایله پنځه میلیونه کسانو ته رسېږي، خو په وینا یې د دې رسنۍ د سیاسي فعالیتونو اغېز خورا ډېر دی.
ښاغلی خلجی وايي، د ټویټر ډېری کاروونکي د واک او ځواک لوبغاړي دي، چې خبریالان او سیاستوال هم پکې شامل دي او دا کسان د همدې خواله رسنۍ له لارې له بهیر مېشتو پاکستانیانو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې دي.