تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر خواله رسنیو د پاکستان پوځي مشرتابه پر ضد 'پروپاګند کمپاین'، یو شمېر کسان نیول شوي
- Author, شهزاد ملک
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځي افسرانو یوه غونډه کې ''د پاکستان پوځ پر ضد روان پروپاګند د ټولنې او دولتي ادارو تر منځ د واټن پیدا کولو یو پلان '' بلل شوی دی.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، پوځ تل له دولتي ادارو سره اوږه پر اوږه دی او دا چاره به تل دوام وکړي.
په اعلامیه کې د پاکستان پوځ مشر له قوله ویل شوي، پوځ خپل مسوولیتونه پېژني او د پولو ساتنې تر څنګ د کورنیو او بهرنیو خطرونو له منځه وړلو وړتیا لري.
بل لور د پاکستان فدرالي تحقیقي ادارې 'ایف ای اې ' د سې شنبې پر ورځ یو شمېر کسان نیولي چې په وینا یې د پاکستان پوځ او عدلیې پر ضد یې د خواله رسنیو له لارې کمپاین کاوه.
د دې ادارې یوه چارواکي په وینا له پېښور، کراچۍ، لاهور او ملتانه داسې یو شمېر کسان نیول شوي، او د خواله رسنیو داسې دوه زره حسابونه معلوم شوي، چې د پاکستان پوځ او د پوځ مشر پر ضد یې تبلیغاتي کمپاین کاوه.
له لاهوره نیول شوی کس د یوه سیاسي ګوند اړوند بلل شوی.
د ایف ای اې چارواکو په وینا څارګرو ادارو د داسې ۵۰ زره پاڼو په هکله دوی ته معلومات ورکړي او دا یې هم ورته ښوولې چې له تېرو شپږو میاشتو دا ډول حسابونه له کومو سیمو فعال شوي وو.
چارواکي وايي، دې کې ځینې حسابونه له هېواده بهر فعال شوي دی. چارواکي دا هم وايي، د همدې معلوماتو له مخې یې لس کسان نیولي.
د ایف ای اې یوه چارواکي په وینا په دې کمپاین کې د پاکستان قاضیانو پر ضد هم له هغه وروسته تبلیغات ډېر شول، چې د سترې محکمې یوه پلاوي د پاکستان پارلمان مخکیني مرستیال پرېکړه رد کړه او د عمران خان پر ضد یې د بې باورۍ تحریک اخیستو امر وکړ.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي په وینا نوي لومړي وزیر شهباز شریف د دندې له سمبالولو سملاسي وروسته د دې ډول حسابونو مخنیوي امر وکړ، چې د دولتي ادارو پر ضد تبلیغات کوي.
پاکستاني چارواکي وايي، تېره میاشت د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د بې باورۍ تحریک له پیلېدو وروسته پر خواله رسنیو د پاکستاني دولتي ادارو پر ضد تبلیغاتي کمپاین زور واخیست.
د اطلاعاتو مخکینی وزیر فواد چودري بیا په دې کمپاین کې د خپل ګوند تحریک انصاف رول ردوي او په وینا یې دوی د خپل حکومت پر مهال د دې کمپاین مخنیوي امر کړی و.
د پاکستان یوه بل فدرالي وزیر اسد عمر بیا ویلي، د عمران خان پر ضد د بې باورۍ قرارداد له کامیابېدو وروسته د تحریک انصاف ګوند خواله رسنیو مسوول ارسلان خالد پر کور چاپه وهل شوې او چارواکو یې کمپیوټرونه له ځان سره وړي دي، خو ایف ای اې چارواکي دا ادعا ردوي.