تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارنولډ شوارزېنګر د یوه ګرانبیه ساعت د ټکس په تړاو جرمني کې توقیف شوی
د هالیووډ پېژندل شوی ستوری ارنولډ شوارزېنګر د جرمني په یوه هوايي ډګر کې له دې کبله توقیف شوی چې له چارواکو سره یې خیریه کارونو لپاره د خپلې یوې ګرانبیه ګړۍ (لاسي ساعت) د لیلامولو د پلان مالومات نه وو شریک کړي.
د رپوټونو له مخې هغه له دې کبله شاوخوا ۳ ساعته د مونیخ په هوايي ډګر کې تم کړل شوی و.
دا چې په پام کې وه دا ګړۍ د اروپايي ټولنې دننه وپلورل شي، نو له ټکس ورکولو د تېښتې ادعا په اړه هم څېړنې شوې دي.
د اروپايي ټولنې اصول دا دي چې که څوک له ۱۰ زرو یورو ډېرو نغدو پیسو او یا مشخصو ګرانبیه توکو سره ورځي، نو چارواکي باید خبر کړي.
خو یوې سرچینې د بيبيسي امریکایي شریک سيبيسي نیوز ته ویلي له ارنولډ نه دي غوښتل شوي چې اړونده فورمه ډکه کړي.
۷۶ کلن ارنولډ شوارزېنګر پر فلمي ستوري سربېره سیاستوال او د اقلیمي بدلون کمپاینر هم دی.
ویل کېږي هغه د یو لړ ستونزو او سرخوږي له ګاللو وروسته بالاخر پر دې بریالی شوی چې هواييډګر کې د ټکس په ورکولو سره لانجه غوڅه کړي.
د سرچینې په وینا د ګمرک چارواکي له دې کبله له نوموړي د ټکس اخیستلو لپاره هوايي ډګر ته د نوي کارډماشین ور غوښتلو ته اړ شول، چې له وړاندې هلته موجود کارډماشین کار نه کاوه، د پیسو ورکړې له اتومات ماشین (اېټياېم) د پیسلو ایستلو اندازه محدوده وه او مالومه شوه چې هوايي ډګر ته تر ټولو نږدې بانک هم تړلی دی.
د ښاغلي شوارزېنګر ویاند یوې المانۍ رسنۍ ته ویلي چې د هوايي ډګر پېښه له تېروتنو ډګه بشپړه کمېډي وه او دا چې ښه خندوونکی پولیسي فلم پرې جوړېدای شي.
خو بیلډ ورځپاڼه کاږي چې هغه دا پېښه په ارامه درک کړې.
دې ورځپاڼې د ارنولډ یو عکس هم خپور کړی چې نوموړي پکې خندلي او د لاسي ساعت له بکس سره عکس ته درېدلی دی.
د ځايي رسنیو په وینا دا ګړۍ د اوډېمارس پیګوې په نوم ساعت جوړوونکي شرکت لخوا د ټرمیناټور فلم اتل لپاره جوړه شوې وه.
دا شرکت داسې نادره ساعتونه جوړوي، په سلګونه زره ډالرو پلور کېدای شي.
ویل کېږي په پام کې ده چې دا لاسي ساعت نن (پنجشنبه) له مونیخ شاوخوا ۸۹ کیلومتره لېرې د اتریش په کېتزبول کې د شوارزېنګر اقلیمي نوښت په اډانه کې د بسپنې راټولو یوه ماښامنۍ کې لیلام شي.
د بیلډ ورځپاڼې لخوا ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دمګړۍ ټوله نړۍ کې یوازې دا ډول ۲۰ ساعتونه شته، خو مشخصآ پر دغه ساعت د ارنولډ عکس او "ارنولډ کلاسیک" توري کښل شوي دي.
ویل شوی چې د دې ساعت لیلامي به له ۵۰ زره یورو پیلېږي.