تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان جګړې په اړه نوی امریکايي فلم "تړون"
د ګای ریچي "تړون" فلم د یوه امریکايي قومندان په اړه کیسه ده چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.
"تړون" یو بشپړ اکشن فلم دی، له ډزو او چاودنو ډک فلم، لیدونکو ته داسې احساس ورکوي چې د خطر په منځ کې راګېر دي، او د ډېری جنګي فلمونو په شان، په دې فلم کې هم د فلم د اتلولي پر طرحې او پلان تکیه شوې.
جیک جیلنهال په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیري جان کینلي رول لوبوي چې افغان ژباړونکی احمد (دار سلیم) د ده ژوند ژغوري. یو ډول کار چې یوازې په فلمونو کې پېښیږي، کله چې کینلي خپل کور ته ستنېږي، پوهېږي چې احمد او د هغه کورنۍ له امریکایانو سره د مرستې له امله د طالبانو تر څار او پلټنې لاندې ده.
په پایله کې، د فلم اتل د احمد د ژغورلو لپاره بېرته افغانستان ته ځي، فلم تر دې ځایه یوازې یو سوداګریز جرات څرګندوي.
که څه هم په فلم کې ریښتینی انځور سطحي او د سینما پر پرده په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه، په ۲۰۲۱ کال کې د پوځیانو په وتلو سره پای ته رسېږي.
له ویتنام څخه د امریکا له وتلو یوازې څو کاله وروسته د "اخر الزمان" او د "غرڅې ښکاري" په څېر څو ستر فلمونه سینما ته راووتل. د "تړون" فلم او نور عکس العملونه ښيي، چې فلم جوړونکي اوس پر افغانستان خپلې کیسې جوړوي.
د بل هر وخت پرتله نن سبا د هالیووډ لرلید له احتیاطه ډک دی او امریکا هم له سیاسي پلوه دومره سره وېشل شوې چې کېدای فلمونه خپل نیم لیدونکي ورسره له لاسه ورکړي.
که څه هم د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده هغه وه، خو د عامو خلکو ترمنځ ډېر لږ پام ورته شوی دی.
د امریکا پوځ په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې وروسته، خپل پوځیان افغانستان ته واستول چې هلته د مېشتو ځواکونو له خوا د احتمالي بریدونو مخه ونیسي، خو دغه جګړه په چټکۍ سره د نورو نړیوالو شخړو تر سیوري لاندې راغله، لومړی په عراق او په وروستیو کې بیا په اوکرایین کې جګړه. خو په هر حال "تړون" فلم په ځانګړې توګه په خپل وخت جوړ شوی دی.
په دې وروستیو کې د جوبایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د ګډوډۍ او بې نظمۍ په اړه یو راپور په داسې حال کې خپور کړ، چې زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.
خو تړون فلم د ځینو تائید وړ حقایقو او نظرونو پر بنسټ جوړ شوی، چې دا فلم لا پیاوړی کوي. د فلم په پای کې په متن کې راغلي چې له امریکا سره د همکارۍ له امله ۳۰۰ تنه افغانان وژل شوي او په زرګونو کسانو ځانونه له طالبانو پټ کړي دي.
ایني فورزایمر، د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته چې په ۲۰۱۷ - ۲۰۱۸ کلونو کې یې په کابل کې د سفارت د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې، وايي دا متن سم ښکاري. هغې بي بي سي ته وویل، "څرګنده ده چې دا شمېرې اوس زړې شوې دي، خو د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د خپلواکو څارونکو له خوا ډېرې مستندې پېښې ثبت شوې دي."
"تړون" د کینلي او احمد ترمنځ پیاوړې اړیکه ښیې چې فورزایمر له نژدې لیدلې. هغه وايي: "هغه سرتېري چې خدمت یې کړی او دیپلوماتان چې له ژباړونکو، پولیسو، پوځي او افغان چارواکو سره یې شل کاله له نژدې کار کړی، له هغوی سره د وفادارۍ ژور احساس لري،" هغه زیاتوي چې د تړون په څېر فلمونه د دوی د بې وسۍ ریښتیني احساسات څرګندوي. "
یوه خبره یقیني ده، چې د افغانستان په اړه به نور فلمونه جوړ شي چې له مستندو وډیوګانو پکې کار اخیستل شوی وي.