د چین شمال لوېدیځ کې زلزلې له ۱۲۵ ډېر کسان وژلي

د چین شمال لوېدیځ ګانسو ولایت په یوه کلیواله سیمه کې د دوشنبې په شپه یوې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۶کسان وژلي او له ۲۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

له ۵۰۰۰ ډېر کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي.

د ۵٫۹ درجې زلزلې شاوخوا نیمه شپه د ګانسو ولایت ولړزاوه، هلته یې ودانۍ او په جنوب کې د چینګهای ولایت ودانۍ ونړولې.

بیړني کارګران د سړې هوا په شرایطو کې زړه نه شي نیولی چې له هسکو سیمو د خلکو رایستلو کې مرسته وکړي.

د سه شنبې په ورځ وروسته په ګاونډي ولایت سینکیانګ کې دویمه زلزله وشوه.

د دې ۵٫۵ درجې زلزلې له کبله د زیان کچه لا تر اوسه نه ده روښانه شوې.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د چين بې وزله سيمه ګانسو کې د ژغورنې د بشپړو هڅو امر کړی دی.

ګانسو د تبت او لوس پلوو ترمنځ پروت دی او له منګولیا سره پوله لري. د دوشنبې په شپه زلزلې د چین د هوي قوم د لینشیا هوي خودمختاره سیمه ولړزوله.

د متحده ایالاتو جیولوژیکي سروې (USGS) وویل چې دا د ۵٫۹ درجې زلزله نژدې لږس کیلومتره (شپږ مایله) ژوره وه.

په عکسونو کې ښودل شوي چې ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له خاورو څخه د خلکو د رایستلو هڅه وي. د ځینو ودانیو چتونه رالوېدلي او کنډواله ښکاري.

حکومت سیمې ته ژغورندویه ټیمونه لېږلي چې له ځایي بېړنیو عملیانو سره مرسته وکړي.

شي جين پينګ په يوه اعلاميه کې وويل "د لټون او ژغورنې عملیات، د ټپيانو په وخت درملنه او د تلفاتو د کمولو لپاره بايد ټولې هڅې وشي".

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي رسنيو د سې شنبې په سهار وويل چې په ګانسو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۹۶ تنه نور ټپيان شوي دي او په چنګهای کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سیمې په ځینو برخو کې د برېښنا او اوبو رسول هم ګډوډ شوي دي.

چین په داسې سیمه کې پروت دی چېرې چې هلته د زلزلې خطر ډېر دی.

په تېر سپټمبر کې په جنوب لوېدیځ سیچوان ولایت کې د ۶،۶ درجې زلزلې له امله تر ۶۰ ډېر کسان ووژل شول.

په ګانسو کې د ۱۹۲۰ کال زلزلې، چې له ۲۰۰،۰۰۰ څخه ډېر خلک یې ووژل، په ۲۰مه پېړۍ کې د نړۍ ترټولو خونړۍ زلزلې په توګه ثبت شوې ده.