تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوست او پکتيکا کې زلزله
افغانستان کې د سې شنبې زورورې زلزلې له زرو زيات کسان وژلي دي. زلرله بېګا شپه، په ځايي وخت يوه نيمه بجه شوې، او تر ډېره یې زيان پکتيکا او خوست ولايتونو کې اړولی دی.
د امريکا مځکپېژندنې ادارې ويلي، دا زلزله د رېختر په کچه ۶.۱ درجې وه.
زلزله پلازمېنه کابل، پکتيا، غزني، ننګرهار او لوګر کې هم احساس شوې ده. د بي بي سي خبريال سکندر کرماني له کابله نور حال لري.