د چین سویل لویدیځې سیمې یوې سختې زلزلې ولړزولې

د چین سویل لویدیځې سیمې یوې سختې زلزلې لړزولې، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. د ریښتر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه شپږ درجې ښوول شوی دی.

زلزله له ځايي وخت سره سم ماسپښین نژدې یوه بجه په سیچوان سیمه کې شوې، چې مرکز یې په ځمکه کې لس کیلومتره دننه و.

د ځايي رسنیو په رپوټو کې ویل شوي، له همدې امله مخابراتي شبکې ګډوډې شوې او د غرونو په ډډو کې د ځمکښوېدنې له کبله 'دروند زیان ' اوښتی دی.

له دې مخکې د سیچوان ایالت په مرکزي ښار چینګدو کې نژدې ۲۱ میلیونو ځايي اوسېدونکو ته ویل شوي وو، چې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره په کورونو کې دننه پاتې شي.

د چین زلزلې څار مرکز په رپوټ کې ویل شوي د دې زلزلې مرکز د سیچوان له مرکزي ښار چینګدو ۲۲۶ کیلومتره لېرې په یوه لېرې پراته ښارګوټي لودینګ کې و.

د سي سي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، د زلزلې له کبله د چینګدو ښارګوټي تر څنګ په نژدې ستر ښار چونګقینګ کې ودانۍ ولړزېدې، مخابراتي شبکې ګډوډې شوې او لارې وتړل شوې.

له همدې امله په ګارزي او یاان سیمو ځینې برېښناکوټونه هم بند شوي دي.

د سي جي ټي این خبري شبکې رپوټ کې بیا ویل شوي، له ۵۰۰ ډېر مرستندویان سیمې ته استول شوي او مزدورانو ته دنده سپارل شوي، چې د ځمکښوېدنې له کبله تړل شوې لویې لارې پرانیزي.

له دې مخکې د جمعې پر ورځ چینايي چارواکو د کووېډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ډېرېدو د مخنیوي په موخه په چینګدو ښار کې قرنطین پلی کړ.

له دې مخکې په تېره جون میاشت کې په همدې سیچوان ښار کې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یوه درجه زلزله راغلې وه.

دا سیمه داسې ځای کې موقعیت لري، چې معمولاً پکې زلزلې کېږي. په ۲۰۰۸ کال کې د سیچوان په وینچوان سیمه اته درجې خونړۍ زلزله راغلې وه، چې له کبله یې نژدې ۷۰ زره کسان مړه شوي وو او خورا پراخه ویجاړي یې رامنځته کړې وه.