نتنياهو: په غزه کې جګړه به د حماس تر ماتولو پورې روانه وي

د اسرائیلو لومړي وزیر بېنيامين نتنياهو ټینګار کړی، چې په غزه کې به یې جګړه د حماس تر ماتولو پورې روانه وي.

نوموړي دا ګواښنه د ملګرو ملتو په ټولغونډه کې د هغه پرېکړه لیک تر منل کېدو یوه ورځ وروسته کړې، چې د اوربند غوښتنه پکې شوې وه.

د نړۍ ډېری هېوادونه نور غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتونکي دي. خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر اېلي کوهېن پیغام نړیوالو ته جوت دی چې وايي "نړیوال فشار به مو د حماس پر وړاندې له جګړې و نه دروي."

د بهرنیو چارو وزیر اېلې کوهېن وايي، جګړه به د نړیوالو له ملاتړ سره او یا له ملاتړ پرته دوام وکړي. دا ښايي د ملګرو ملتونو په ټولغونډه کې د اوربند په ملاتړ منل شوي پرېکړه لیک او د امریکايي چارواکو بدلېدونکي لحن ته د اسرائیلي چارواکو رټ ځواب وي.

لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو چې د اسرائیلو په سوېل کې سرتېرو ته وینا کوله وویل، "زه غواړم هغه څه مې چې اوس ډګر کې قومندان ته وویل، تر ټولو روښانو ټکو کې بیا څرګند کړم. موږ به تر پایه جګړې ته دوام ورکوو. زه دا خبره په داسې حال کې کوم چې د وژلو شویو سرتېرو درد احساسوم او نړیوال فشار ته مې هم همدا ځواب دی. هېڅ به زموږ مخه ونه نیسي."

خو د امریکایانو لحن هم په زیاتېدونکې توګه د نیوکې بڼه خپلوي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو مېلر وايي دوی پر حالاتو له نژدې څار ساتي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخنیوي ته اسرائیلیان هڅوي.

نوموړي وويل، "موږ د خورا ډېر شمېر ملکي وګړو د وژنې شاهدان یو. موږ د اسرائیلو په نیت پوهېږو، خو هغه څه چې ارزښت یا اهمیت لري هغه د پایلې څرنګوالی دی. موږ د نړیوالو بشري حقونو د ژمنتیا د اهمیت په تړاو له اسرائیلیانو سره خبرو ته دوام ورکوو."

خو داسې برېښي چې دې هڅو لا د جګړې پر ډګر ډېر اغېز نه دی کړی. عمليات په پوره توندۍ روان دي او ملکي وګړو ته د مرګژوبلې رپوټونه خپرېږي.

د حماس په مشرۍ غزه کې د روغتیا وزارت وايي د فلسطیني قربانیانو شمېر اوس ۱۸۶۰۸ کسانو ته پورته شوی.

د اسرائیلو پوځ منلې چې پرون یې لس سرتېري د غزې په شمال کې وژل شوي چې دا د ځمکنيو عملیاتو له پیل راهیسې اسرائيلي پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر اونروا وايي د مرستې رسونې وړتیا یې د نړېدو پر څنډې ده.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو ۱۵۳ غړو غزه کې د سملاسي اوربند په ملاتړ رایه ورکړه خو داسې برېښي چې د اسراییلو د چارواکو پر تکل یې هېڅ راز اغېز نه دی کړی خو بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وايي د اوربند لپاره به غږونه ښايي ژر دومره لوړ شي چې له پامه غورځول به یې ناشوني وي.