تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتیايي چارواکي: په غزه کې ۷۶۰۰ کسان لا درکه دي
په غزه (د حماس تر کنټرول لاندې) کې روغتیايي چارواکي وايي، د اکتوبر له اوومې راهیسې ۱۸۲۰۵ کسان وژل شوي او ۷۶۰۰ کسان لادرکه دي.
همدارنګه د دوی په خبره ۴۹۶۴۵ کسان ټپيان شوي دي.
غزه کې د وژل شویو کسانو د شمېر د اعلان رسمي سرچینه د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت دی، چې هره ورځ دا شمېرې اعلانوي.
اسرائیل په رسمي توګه د دې شمېرې په اړه شک څرګند کړی دی.
د دې ترڅنګ یاد هېواد د حماس په بریدونو کې د اکتوبر په اوومه د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۴۰۰ را کم کړی او ۱۲۰۰ کسان د وژل شویو په توګه یادوي.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس پر جنګیالیو د "تسلیمېدو" غږ کړی او ویلي یې دي چې ددغه غورځنګ پای رانژدې شوی دی.
نتنیاهو ویلي "په تېرو څو ورځو کې زموږ ځواکونو ته د حماس لسګونه ترهګر تسلیم شوي دي".
خو د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق د نتنیاهو ددې څرګندونو ځواب کې ویلي"تاریخ به د غزې په اړه ولیکي چې هلته په ښکاره بریا زموږ په نصیب شوه".
دی زیاتوي: "د ښکېلاک پای له غزې څخه پیل شوی دی".
د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشري مرستو استولو پرېکړه لیک تصویب کړی
د غزې په شمال کې د العوده روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، دا ودانۍ له پنځو ورځو راهیسې محاصره ده او څوک ترې وتلی او ورننوتلی نشي.
هغه وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بللی او وايي، یوازې د څلورو ورځو لپاره تېل او د درېیو ورځو لپاره خواړه او د دوو ورځو لپاره اوبه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان پرېکړه لیک کې راغلي، چې په غزه کې جګړې پر روغتیايي خدمتونو ناوړه اغېز کړی. د دغه سازمان مشر ټیډروس ګیبریسوس د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د مرستو د لېږلو هڅو سره باید د اوربند لپاره هم هڅې وشي.
"د دغه پرېکړه لیک تصویب یو پیل دی، دا بحران نه حلوي، خو دا یو بنسټ کېدی شي. زه تاسو سره ژمنه کوم چې زما همکاران او زه به دا پرېکړه تر خپله وسه پلي کړو. خو زه تکراروم چې په اوسني حالت کې د اړتیا وړ بشري مرستو لېږل په اسانۍ شوني نه دي. له اوربند پرته سوله نه شته او له سولې پرته مرسته نه شته."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په غزه کې د جګړې ډېرېدل د لا زیاتو ټپیانو په معنا دي. پر دې سربېره څه باندې ۳۵۰ زره کسان په سختو ناروغیو اخته دي او ۵۰ زره میندواره مېرمنې هم روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
دغه اداره په دوامدار ډول د ساري ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکوي او وايي چې په غزه کې روغتیايي سیستم له پښو لوېدلی.
په ورته وخت کې د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د اسرائیلي پوځ له پرمختګ سره د جګړې شدت نور هم زیات شوی.
احمد عبدالوهاب پر هغه کنډوالو ناست دی چې یو وخت یې کور و، هغه وايي کورنۍ یې د اسرائیلو یوه شپني هوايي برید ویجاړه کړه.
هغه وايي، کورنۍ يې د نورو په څېر عادي خلک وه، په غزه کې د نورو خلکو په څېر یې د شپې لمونځ وکړ او ویده شول. خو وايي د چت په راپرېوتلو راويښ شول او بیا یې کتل چې څوک مړه او څوک ژوندي دي.
اوس اسرائیلو د غزې د سوېلي سیمو له اوسېدونکو چې ډېری یې هغه کورنۍ دي چې د غزې په شمال کې له جګړې ورغلې غوښتي چې د خان یونس له مرکزه ووځي.
د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې عمومي کمیشنر ویلي چې اسرائیلو مصر ته د غزې د خلکو د ورایستلو طرحه جوړه کړې.
فیلیپ لازاریني ویلي دي د غزې سوېل ته له شماله او له سوېله يې مصر ته د خلکو د ورکوچولو هڅې د دې اقدام ښکارندويي کوي.
دا داسې مهال دي چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د فلسطینیانو د وژل شویو شمېر ۱۸۰۰۰ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه تر ۴۶ زره ډېر ټپیان ثبت شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.
په همدې حال کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب د قطر لومړي وزیر ویلي، چې د اوربند د نوي پړاو لپاره یوه کوچنۍ هیله پیدا شوې. هغه ویلي چې پر دواړو غاړو فشار راوړي چې جګړه ودروي.