اسرائیل وایي د غزې جګړې په اړه د روسیې له دریځه ناراضه دي

اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپله دا ناخوښي د روسیې له ولسمشر ولادمېر پوتین سره په خبرو کې څرګنده کړې.

روسیې د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو متلونو د دایمي غړي په توګه د ملګرو متلونو د عمومي منشي هغې طرحې ته مثبته رایه ورکړې وه چې پکې د بېړني اوربند غوښتنه شوې وه.

نتنیاهو له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او ایران ترمنځ ملګرتیا "خطرناکه همکاري" بللې او وایي که په هر بل هېواد باندې د اووم اکتوبر په شان داسې بریدونه شوي وی لکه چې په اسرائیلو وشول باید په همغه اندازه غبرګون پرې ښودل شوی وی.

کرملین له دې وړاندې ویلي چې دوی له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په غزه کې د روانې شخړې اور بند شي.

په دې خبرو کې ښاغلي پوتین هم ویلي: "موږ د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوو او هغه ردوو."

د ملګرو ملتونو لخوا د بېړني اوربند مسوده د امریکا له خوا د ټولو د تمې خلاف ویټو شوه.

ملګري ملتونه: غزه د ځمکې پر مخ دوزخ ده؛ قطر وايي لا هم د اوربند هڅه کوي

په فلسطين کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یو این روا وايي، غزه د "ځمکې پرمخ په دوزخ بدله شوې." دا څرګندونې د دې ادارې مشر فیلیپي لزارني په قطر کې د دوحې فورم په نامه یوې ناستې ته وکړې.

ښاغلي لزارني یو ځل بیا په غزه کې د اروبند غږ وکړ او ټینګار یې کاوه چې غزه کې باید "د ځمکې پر مخ دوزخ" پای ومومي. نوموړی وايي، اداره یې د پر ځېدو په څنډه ولاړه ده.

دغې ناستې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او قطري مشرانو خبرې کړې دي. ښاغلی لزراني وايي "په خپل ژوند کې مې دغه ډول بد حالت نه دي لیدلي."

هممهاله، د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي،هېواد لا هم هڅه کوي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ بل اوربند ټینګ کړي- سره له دې چې "فرصتونه یې ډېر کم شوي دي."

نوموړي دوحې فورم ته ویلي، د یرغمل شویو په خوشې کېدو خوښ دی خو دا د اسرائیلو د پوځ د عملیاتو پایله نه وه.

اسرائيلو غزه کې د لا ډېرو پوځي عملیاتو غوښتنه کړې

د اسرائيل د پوځ مشر په غزه کې د پوځي عملیاتو د ډېرولو غوښتنه کړې. هغه ادعا کړې چې داسې نښې ښکاري چې حماس د غزې تراړې له دوه میاشتنۍ بمبارۍ وروسته اوس له پښو لوېږي.

د داسې مهال دي چې امریکا هم پر اسرائیل د څه باندې سل مېلیونو په اندازه د ټانک د مهماتو د بيړني پلور معامله تأیید کړې.

دا ټول داسې مهال دي چې په دې جګړه کې د وژل شوو فلسطينیانو شمېر هم له ۱۷۷۰۰ واوښت او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې نيمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.

د اسرائيل د پوځ مشر جنرال هېرزي حلوي په غزه کې د پوځي عملیاتو د لا ډېرولو او چټکولو غوښتنه کړې او ورسره په اسرائیلي ټولنیزو شبکو داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې ظاهرا پکې د غزې په شمال کې فلسطينيان اسرائيلي ځواکونو ته تسلیمېږي.

هغه په بیت المقدس کې اسرائیلي ځواکونو ته په وینا کې ادعا کړې چې له دوو میاشتو بمباریو وروسته اوس حماس د نړېدو په حال کې دی او ویلي يې دي چې اوس لا اړتیا ده چې درانه ګوزارونه ورکړل شي.

د هغه له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله امریکا پر اسرائیل د ټانک مهماتو د بیړني پلور هغه معامله تأیید کړې چې له دې مخکې په کانګرس کې د مخالفتونو له امله بنده وه. د څه باندې سل مېلیونو ډالرو په اندازه دا مهمات به د امریکا د پوځ له اوسنیو ګودامونو اسرائیل ته لېږدي.

خو دا داسې مهال دي چې اسرائیلي ځواکونه وار له مخه د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه د حماس د روغتیا وزارت په وینا ۱۷۷۰۰ فلسطينیان وژلي او د ملګرو ملتونو په وینا د غزې محاصرې يې هم د غزې نیمايي اوسېدونکي شدیدې لوږې ته مخ کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې ویلي چې له هرو لسو فلسطينیانو نهه يې د هرې ورځې خواړه نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان کارل سکاوو بي بي سي ته وویل د اړتیا وړ خوړو مرستو ډېره کوچنۍ برخه هلته ور رسېږي او په غزه کې د خلکو حالت له شدیدې لوږې هاخوا بولي:

دی وايي، خلک نه پوهېږي چې د بلې ورځې خواړه له کومه کړي. په هټیو کې خواړه نشته – موږ سوپرمارکېټونو ته لاړو ټول له خوړو تش دي. حالت لا پسې خرابېږي او دا زموږ د خوړو د وېش په مرکزونو کې لا ښه لیدلی شئ. خلک غوسه دي، ځورېدلي او وارخطا دي.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ادارې یوه چارواکي هم بي بي سي ته ویلي چې د ځايي‌ خلکو وضعیت "بوږنونکی دی."

دغه چارواکي بي بي سي ته وویل "د مصر پولې ته څېرمه سلګونه زره کسان بې سر پناه پراته دي. اوبه کمه دي،‌ په کوڅو کې هر کس د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د اوړو غوښتنه کوي."

اسرائيلي ځواکونه اوس د غزې سوېلي ښار خان یونس کې دي چېرې چې د رپوټونو پر بنسټ دا مهال په خان یونس سیمه کې جګړه "کور په کور" روانه ده.

په دې سیمه کې د ناصر روغتون مشر بي بي سي ته ویلي چې دوی د مړو او ټپيانو د لوړ شمېر د وروړل کېدو له امله کنټرول بایللی.

له دې سره جوخت د اسرائیل له توقیف او پوښتنو ګروېږنو خوشي شوي ویلي چې په توقیف کې ربړول شوي.