د فلسطین ولسمشر امریکا په جنګي جرمونو تورنه کړه

د فلسطین ولسمشر امریکا په جنګي جرمونو تورنه کړه

اسرائیلي ټانکونه د غزې په سوېل کې د خان یونس له لارې پرمختګ کوي. له ښاره د کور په کور جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

ډېری وګړي له مصر سره پولې ته څېرمه سمندرغاړو یا سوېل خوا رفح ته تښتېدلي دي.

په سویل کې تر اویا زیات کسان وژل شوي دي.

شمال کې د جبالیا د کډوالو کمپ هم کلابند شوی دی چې زرګونه کسان له څو ورځو راهیسې له خوړو او اوبو پرته اېسار پاتې دي.