پاکستان: هغه افغان کډوال چې امريکا ته د تګ لپاره انتظار باسي نه نیول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د زرګونو افغان کډوالو د نیولو او له دې هېواده د ايستلو لړۍ روانه ده، د پاکستان کورنیو چارو وزارت ويلي هغه افغانان چې امریکا ته د تګ لپاره انتظار باسي باید ونه نیول شي.
د پاکستان سرحدي چارواکو ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسې له ۱۸۰ زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې شاوخوا ۱،۷ میلیونه هغه کډوال چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري افغانستان ته استول کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی ليک چې اې اېف پي خبري اژانس ليدلی په کې راغلي، "د امريکا د اعلان له مخې ۱۱۵۰ افغان وګړي چې امريکا کې د ځای پر ځای کېدو اسناد لري بايد تر راتلونکې خبرتيا پورې ونه نيول شي."
دا خبرپاڼه د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه خپره شوې چې امریکا د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې دغې ډلې افغانانو ته اجازه ورکړي چې له دې هېواده تېر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې په ورځ وویل، دوی له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غواړي، هغو افغانانو ته چې د نړیوالو ملاتړ ته اړتيا لري پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي او ایراني چارواکو هم ویلي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۵ میلیونو ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و، هغه افغانان چې له طالبانو تښتېدلي او په امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د مېشتېدو په تمه دي، د پاکستان د ویزو له ختمېدو وروسته د ايستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په پاکستان کې زرګونه کډوال د لوېدیځو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، چې د يو شمېر یې موده تېره شوې ده.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF REFUGEES
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د نومبر تر څلورمې نېټې يې له پاکستانه په تورخم او سپين بولدک او له ايران څخه په اسلام کلا کې ۱۲۰ زره هغه افغانان چې په زور ايستل شوي راجسټر کړي دي.
د تر لاسه شويو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې راستنې شوې ١٧٠٠ کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته تللې، شاوخوا ٣٥ زره کسانو په بايوميټريک نوم ليکنه کړې او ٢١٠٠ کورنۍ په هېواد کې خپلو اصلي سيمو ته تللې دي.
همدارنګه په لنډمهالو کمپونو کې ۵۳ ماشومان زیږېدلي، په دغو کمپونو کې ۴۰ زره ټنه پاخه شوي خواړه ويشل شوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، د ترکیې او جاپان له سفیرانو او د ۳۷۰ کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو له چارواکو سره د همغږۍ غونډې کړې دي.
په عین حال کې په دې وروستیو کې له ایران څخه د مهاجرینو بیرته ستنیدل هم په جبري او داوطلبانه توګه زیات شوي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي د شنبې په ورځ ۳۱۴۴ تنه د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.











