د پاکستان لنډمهاله حکومت او ټاکنو کمیسیون وايي ټاکنې په ټاکلي وخت کېږي

د پاکستان ټاکنو کمیسیون چارواکو یو ځل بیا ویلي چې ټاکنې به په ټاکلي وخت، یعنې د راتلونکې فیبرورۍ په اتمه نېټه ترسره کېږي.

د ټاکنو کميسیون نن په دې اړه غونډې کړې او مشر کمیشنر سکندر سلطان راجا وایې د ټولو امنیتي ننګونو سره سره به عمومې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېږي.

دغه غونډه نن پنج شنبه په پلازمینه اسلام اباد کې له ټاکنو مخکې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره رابلل شوې وه.

دغه اندېښنې وروسته له هغې دي چې په تیرو څو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځینې لویې او وړې امنیتي پېښې رامنځته شوې، په ځانګړي ډول هغه بریدونه چې د ټاکنو کمیسیون پر دفترونو او سیاسي غونډو ترسره شوې دي.

د کمیسیون مشر کمیشنر دا هم وایي چې ترهګریزې پېښې او امنیتي ننګونې به د ټاکنو بهیر اغیزمن نه کړي.

په یاده ناسته کې د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر ګوهر اعجاز هم ډاډ ورکړی چې د ټاکنو نه ترسره کېدو په اړه هر ډول شکونه بې ځایه دي.

دواړو چارواکو رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې لنډمهاله حکومت او ټاکنو کمیسیون د امنیت ټینګښټ او ټاکنو ښو ترسره کولو لپاره ټولې هڅې کوي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د ټاکنو کمیسیون دفترونه او ان ځینې نوماندان په نښه شوي دي.

د راتلونکي حکومت لپاره د ګوندونو ټلوالې

په داسې حال کې چې هر ګوند په ټاکنو کې د بري لپاره ټولې هڅې کوي خو د اکثریت نه تر لاسه کولو په صورت کې به اړ وي چې له نورو ګوندو سره ایتلاف وکړ ي یا ګډ حکومت ورسره جوړ کړي.

تازه هلته د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې له د دوو نورو ګوندو مسلیم لیګ نون او تحریک انصاف سره به ایتلاف ونه کړي خو وایي د خپلواکو نوماندانو سره ګډ کار کولو ته تیار دی.

بلاول بوټو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي" زه له وړاندې له پي ډي ایم یا ایتلافي حکومت له کړنو ناخوښه یم، زه د ښاغلي میا صاحب له شخصت نه ناهیلي یم، نو ځکه زموږ ترمنځ واټن ښکاره دی، که چېرې هغه زوړ سیاست بدل نه کړي زه یې ملاتړ نه شم کولای."

نوموړی دارنګه د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې له دې هم ناخوښي وښوده چې ټولو ګوندونو ته پکې برابرې اسانتیاوې او ملاتړ نه ورکول کېږي.

له دې وړاندې هم ځینو ګوندونو لنډ مهاله حکومت تورن کړی چې د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نون ګوند ته په خلاص لاس د ټاکنیزو هلو ځلو ترسره کولو اسانتیاوې برابري خو نورو ګوندونو ته امنیتي ننګونې او نورې ستونزې را مخکې کېږي.

په پاکستان کې د پیپلز ګوند داسې مهال د ګډ حکومت له جوړولو سره مخالفت ښيي چې شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان سیاسي حالاتو ته په کتو به یو ځل بیا هلته یو ګډ ایتلافي حکومت د واګو چارې په لاس کې واخلي.